دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسره صلیب په افغان فاجعه کې د میلیونونه کسانو د مرګ خبرداری...

سره صلیب په افغان فاجعه کې د میلیونونه کسانو د مرګ خبرداری ورکړ

تاند:( سې شنبه، د قوس دويمه)‏‏ د سره صلیب د نړیوالې کمېټې رئیس دومینیک استیلهارت خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې روانه بشري فاجعه به د میلیونونه انسانانو د مرګ سبب شي.

نوموړي افغانستان ته له سفر وروسته پخپله یوه مرکه کې ویلي، چې بې ثباته افغانستان عاجلو بشرپالو مرستو ته اړتیا لري.

د هغه په وینا، د افغان ماشومانو عکسونه څرګندوي چې دوی ډېر وحشتناک ژوند لري، ډوډۍ او روغتیایي خدمتونه نه ور رسیږي، اضطراب او خپګان یې سترګو نه ښکاري او دا ډېره لړزونکې موضوع ده.

 د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د رئیس په خبره، کوم اقتصادي مجازات چې د طالبانو د واکمنۍ له کبله نړۍ پر افغانستان وضع کړي دي، ټول تاوان یې میلیونونه وږي او نهره خلک پرې کوي.

د ده په وینا، دا به ظلم وي چې نړیواله ټولنه د ګړنګ له غاړې نسکوریدونکی افغانستان یوازې پریږدي او په دې خطرناک وضعیت کې عاجل لاسنیوی ورسره ونه کړي.

 هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان پر اقتصاد لګول شوي بانکي بندیزونه دې زر بیرته واخیستل شي.

استیل‌هارت د افغان ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو د معاشونو ځنډیدو ته په اشارې ویلي، چې هغوی له بې معاشۍ څخه هره ورځ دوه ساعته پلی مزل کوي څو د کار ځای ته یې ورسیږي.

 نړیوال سره صلیب د ژمي را نیږدې کیدو ته په اشارې ویلي، چې په دې وژونکي موسم کې به د خوراکي توکیو نه رسیدل د افغانانو ژوند لا ستونزمن او بحراني کړي.

 یاد شوي نړیوال مقام وچکالي، اقتصادي پاشلتیا او زیاتیدونکې خوارځواکي افغانستان ته لوی ګواښونه ګڼلي او ویلي، چې دغه وضعیت به خطرناکې پایلې ولري.

 د دغه وضعیت د مهارولو لپاره هغه ټینګار کړی، چې نړیوال باید له افغانستان سره تعامل وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب