دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسهیل شاهین: موږ هم ستونزې لرو، خو اقتصادي ناورین ته مو امریکا...

سهیل شاهین: موږ هم ستونزې لرو، خو اقتصادي ناورین ته مو امریکا لمن وهي

تاند:( سې شنبه، د قوس دويمه)‏‏ په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه د طالبانو اعلان شوی خو نا منل شوی استازی سهیل شاهین مني، چې په افغانستان کې د دوی اعلان کړی حکومت هم ستونزې لري، خو دی دا ستونزې د حل وړ ګڼي او امریکا تورنوي، چې د اقتصادي ناورین رامنځته کیدو ته لمن وهي.

هغه په یوه تازه مرکه کې پر امریکا د پورې کړي تور په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو دا تور یې داسې مهال پورې کړی چې وار د مخه ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د اقتصادي ناورین د رامنځته کیدو اعلان کړی و.

د دغو ادارو د اعلان له مخې، د طالبانو له واکمنیدو سره د افغانستان اقتصاد ۴۰ سلنه له منځه لاړ او ۲۴ میلیونه کسان له لوږې سره مخامخ شول.

د دې ترڅنګ د فقر تر کرښې لاندې د ژوند کوونکو کسانو شمېر ۹۷ سلنه اعلان شوه، خو طالبان له یادو ارقامو سره ډېر موافق نه ښکاري او وایي، چې په دې برخه کې له مبالغو کار اخیستل کیږي.

د طالبانو دغه مخکینی ویاند دا هم وایي، چې د طالبانو حکومت ستونزې لري، خو ستونزې یې د حل وړ دي او بقا یې له ګواښ سره نه مخامخ کوي.

هغه د خپل حکومت ستونزې نه دي ښودلي، چې کومې دي او څنګه به حل شي؟

سهیل شاهین هیله من دی، چې د ۱۵ اروپایي هېوادونو په ګډون، چې دوی سره یې د همکارۍ ژمنه کړې، نور هېوادونه به هم له طالب حکومت سره مرسته وکړي.

له امریکا سره د طالبانو ستونزه تر ډېره دا ده، چې امریکا د افغانستان نیږدې ۱۰ میلیارده بانکي زېرمه کنګل کړې او دوی ته یې په واک کې نه ورکوي.

طالبان د اقتصادي ستونزو عمده دلیل د همدغو پیسو کنګل کیدل ګڼي، خو اقتصادي کارپوهان بیا وایي چې یادې پیسې که له کنګل څخه هم وویستل شي، طالبان یې مصرفولای نه شي، ځکه هغه د افغانستان د اقتصاد له زیربناوو ګڼل کیږي او مصرفي پیسې نه دي.

د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي ویلي، چې دغه پیسې که احیاناً طالبان ترلاسه او د اصولو خلاف مصرف هم کړي، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د یوه کال معادل نه شي کیدای.

پر طالبانو د ډېرو افغان لوریو فشار دا دی، چې د خپل ملت او نړۍ په غوښتنه ټول شموله حکومت ته غاړه کیږدي، بشري او نور حقونه تضمین او نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، څو بیا افغانستان د نړۍ له مرستو برخمن او له اوسني ویجاړونکي وضعیت څخه وژغورل شي.

4 COMMENTS

  1. د تالبانو د زورواکۍ له راتګ وروسته نږدی سل ورځی په پوره کیدو دی.
    د تالبانو ملایانو دا سل ورځی د حورو او غلمانو سره په جنت کی تیری کړی خو د افغانستان عام او بی وزله وګړی په جهنم کی پراته دی چی ټولی دروازی يی ور پسی تړلی او دروازو ته يی ددوزخ جوکیداران د ټوپکو او ډانګو په لاس ولاړ دی او دوزخیان ورنه خوله هم نه شی بیرته کولی.

    نو پداسی حالاتو کی سهیل شاهین هیڅ ګرم نه دی ځکه هر څه ورته د نورو افغانانو په پرتله سرچپه او برعکس ښکاری او هر دلیل او منطق يی د جنتونو د مزو د خوندونو په بنیاد ولاړ دی او د ناورین او ناخوالۍ خبری ورته ملنډی او مسخری ښکاری او ددوۍ په نشه کی یوازی خار اچول دی.
    او همدا علت دی چی د اوسنی ناورین ذمه واران هم دوۍ ته د تالب زورواکی او خرتوب نه بلکه غربی نړۍ ښکاری چی دوۍ ته يی د خپلو جیبونو خولی ندی راخلاصی کړی.

    رښتیا وايی ځمکه هغه توده وی چی اور پری بلیږی.
    د تالبانو د خرفکرۍ په بنیاد دلیل او منطق او غیر مسولانه کړنی او خبری یوازی د کړیدلی او زوریدلی ولس په زخمونو مالګه دوړول دی او افغانانوته مکمل سپکاوی دی.

  2. سہیل شاھین پاکستانی تہ پہ ارودو ژبہ یو شعر ڈالی کوم
    ۔
    میرے بربادیوں میں سب تیرا ہاتھ ہے
    میں ویسی لوگوں کو کہتا ہوں کہ مقدر کی بات ہے ۔

    دی تمام افغان غمیزی یوازینی علت طالب دی خدای پاک دی پہ دنیا او اخرت ذلیل لری ۔
    سرہ لہ شمالی ٹلوالی ۔

  3. د طالبانو مشکل داده چې دوی تل له پاکستان سره خپلې ګټې ويني،نه د افغانستان له خلکو سره او هره اوسينی سياست يې پنجاب ته سپارلی چې دوی بايد دا کار تر خپل سيوري لاندې راولي او د افغانانو باور بايد تر لاسه کړي، افغانانو ته اهميت ور کړي، د افغانستان ګټو او ترقۍ ته وده ورکړي، تر اوسه دوی هر څه د افغانانو او افغانستان په ضد کړي او د پنجاب په خوښه…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب