Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان په ۱۰ میاشتو کې ۲۶ زره ټنه مېوه او سبزي افغانستان...

ازبکستان په ۱۰ میاشتو کې ۲۶ زره ټنه مېوه او سبزي افغانستان ته صادر کړې

تاند(دوشنبه، د قوس ۱) د ازبکستان د دولتي احصایې کمېټه وايي چې دغه هیواد افغانستان ته سږ کال نژدې ۲۶ زره ټنه سبزیانې او مېوې صادرې کړي دي.

د سږ کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې ازبکستان پر افغانستان سربېره نورو هیوادونو ته د ۷۴۷ ملیونه او ۴ سوه زره ډالرو په ارزښت ټولټال یو ملیون او دوه زره ټنه مېوه او سبزیجات صادر کړي دي.

ازبکستان تر ټولو ډېره مېوه او سبزیجات قزاقستان، روسیې، قرغیزستان، چین او اوکراین ته صادر کړي دي.

قزاقستان ته یې ۵۳۸۰۰۰ ټنه، روسیې ته ۳۴۱۰۰۰ ټنه، قرغیزستان ته ۱۱۲۰۰۰ ټنه، چین ته ۶۵۰۰۰ ټنه او اوکراین ته ۲۸۰۰۰ ټنه صادر کړي دي.

خو په دې منځ کې، افغانستان ته، چې له کرنې او په ځانګړي ډول له مېوو پرته نور ډېر څه نه لري، ازبکستان په لسو میاشتو کې ۲۶۰۰۰ ټنه مېوه او سبزیجات صادر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان هغه ټولې مېوې او سبزیانې چې ازبکستان یې تولیدوي، په خپله لري.

افغانستان له پاکستان، ایران او چین څخه هم مېوې او سبریانې واردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...