یکشنبه, مې 19, 2024
Home+زما د عشق اوجنګ ژبه دري‌ ده

زما د عشق اوجنګ ژبه دري‌ ده

فرشته جلالزۍ

یوه ورځ یوه عزیز راته ویل: ولې دي‌ له خور سره دري‌ وايې؟

زه دې ته کله نه وم متوجه شوې.

ريښتیا یې ویل.

پر ما چې څوک بې حده ګران وي، دری ورسره وایم .

زه په جنګ کې هم دري وایم.

ما تر هر بل چا له خپل پلار سره ډېر جنګونه کړي‌ دي.

کله – کله چې به مې له پلار سره په جنګ کې درې ویله، راته ویل به یې: بچی ملامته نه یې، سختي دې نه ده لیدلې.

پلار به مې ویل: مړه ګېډه پاړسي‌ وايي.

زما مور بې سواده پښتنه ده.

څلوېښت کاله یې مبارزه وکړه او دري ژبه یې بلاخره زده کړه .

زما د مور ټولې خورلڼې دري‌ ژبې وې.

هغوی ټولې زموږ خاله ګانې وې.

اوس هم دي.

اوس هم چې کله یوه زما مور ته ټلفون راوکړي،‌ موږ سره وایو: غوږ ونیسی موربیا پاړسي وايي.‌

متاسفانه، جنګ یوازې تعمیرونه نه نړوي او یوازې انسانان نه وژني.

جنګ فقر راولي.

فقر د انسانانو اخلاق بدلوي.

په افغانستان کې څلوېښت کلن جنګ زموږ اخلاق بدل کړل.

استاد فیض الله جلال درې میاشتې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي‌ کې زما استاد و.

استاد اکثر ډېر ټوکي او خوش صحبته خو کله – کله سخت عصبي سړی و.

مثلا، یوه ورځ‌ یې زموږ په صنف کې یو هلک ودراوه چې وطني کالي (کمیس اوپرتوګ) ‌یې اغوستي ول.

استاد جلال هغه سخت و ترټل، په چوکۍ کې یې ودراوه، ټولو هغه ته وکتل، استاد ورته وویل چې که حقوق لولي‌ نو جامه یې باید د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي‌ (سویه)‌ ولري.

ما داسې وانګېرله چې وطني کالي (کمیس اوپرتوګ) د پوهنتون د یوه محصل له سویې سره نه برابرېدل.

د استاد جلال له نظره، هغه محصل باید دریشي اغوستې وه.

خو زه پوهېدم چې دا داستاد شخصي نظر و.

حقیقت دا و چې د کابل پوهنتون ریاست یا د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو لپاره د لباس کود یا د کالیو اغوستلو ستندرد نه و ټاکلی.

استاد د قدرت په موقف کې و ځکه هغه استاد و.

زموږ همصنفي د غزني د مقر ولسوالۍ یو عادي هلک و.

په هغه ورځ استاد له خپله قدرته منفي استفاده وکړه ځکه پر هغه محصل یې خپله شخصي رایه وتپله او هغه یې د نورو مخې ته زهیر کړ.

استاد دا فکر نه کاوه چې ممکن هغه محصل د دریشي د اخیستلو توان نه لري.

استاد دا فکر نه کاوه چې هغه محصل هېڅ رسمي لایحه نه ده ماته کړې.

استاد دا فکر نه کاوه چې ممکن هرشی لري خو په دې جامه کې ارام دی.

په هغه ورځ زه د استاد جلال زورګویي دومره خوابدې کړم چې دا دی هغه حادثه مې تر نن ورځې په یاد ده.

خو زه هغه ورځ خاموشه وم، زما خپل پلار معلم و او ما ته پلار ویلې و چې (چوب استاد به از مهرپدر).

زه پوهېدم چې هغه محصل مظلوم واقع شوی دی خو هېڅکله مې د استاد پر نیت شک نه کاوه.

د طالبانو له ویاند سره د استاد جلال بحث او جنجال مې اورېد، افغانستان ته مې خوا بده شوه، پر ټولو افغانانو مې زړه وسوځيد.

دا څه وشول په دې ملک کې؟

دا څه وشول چې زموږ استاد پښتو او دري‌ چلوي؟

ایا استاد جلال متعصب دی؟

وايي: هرچه بګندد نمکش می زنند – وای به روزې که بګندد نمک

ایا زموږ مالګې ورستې شوې؟

وای زموږ پر خراب حال!

ما هېڅکله نه ویل چې استاد ولې پښتو نه وايي.

ما هېڅکله دا نه ویل چې که دري‌ او پښتو دواړه رسمي ژبې دي‌ نو ولې یو مضمون هم په پښتو نه دی؟

ما هیڅکله دا نه ویل چې ولې زما یو استاد پښتو نه وايي؟

ما ته هېڅکله دا په زړه کې نه راتېرېدل چې دري‌ د استاد جلال ژبه ده.

زما زړه دا منلې چې وه دري د افغانستان ژبه ده.

دري د مخفي بدخشي،‌ د رابعه بلخي، د مولانا  او رودکي ژبه ده.

استاد ولي پښتو د طالب ژبه کړه؟

پښتو د لوی احمدشاه بابا دراني، د خوشحال خټک، د غني خان او ملالې میوندي‌ ژبه ده.

حقیقت دا دی چې پر ما نن هم استاد ګران دی خو زما خوا بده ده.

زما خوا په دې بده ده چې استاد ته به څوک ضرر ورسوي.‌

اوس که د استاد د سر یو ويښته هم خیانت شي‌،‌ د ولس لاس د طالب ګریوان ته ور لوېږي.

اوس هر څوک استاد جلال ته ضرر رسولای شي.

افغانستان د بدبختیو ډګر دی.

استاد زرګونه شاګردان روزلي دي او دا یې پر افغانستان احسان دی.

بلا زیات هوښیاران مو ووژل شول.

اوس دي‌ همدا جلال استاد، له دې ټولو خبرو سره ژوندی وي.

اوس که طالب ځان ته پښتون وايي، پښتونولي دي وکړي او استاد ته دی امن ورکړي.

استاد جلال به ویل:

تواضع از بزرګ مردان نکوست

فقیر ګر تواضع کند خوی اوست

اوس طالب په قدرت کې دی، په فقر کې نه دی.

3 COMMENTS

  1. دايی لا استاد ،پوه او هوښیار و چې خپله عقده اوتعصب یې ترآخره پټ نشو کړای او خپلې عقدې یې بلاخره لکه استفراغ دپښتون په قوم وپاشلې
    مطلب دوي ښه خلک نه دي دوی دښو خلکو تمثیل کوي زړونه یی هماغسې چټل دي
    خوبیاهم تالیب باید دی وبخښي چې په اصطلاح استاد دی زموږ په وطن کې کاشکي داستادی نه ترمخه یی خلکوته اول اخلاق ښودلی
    او فرشته جانه دې هم کوشش وکړي چې نوره دې له خپل پلارسره پښتو ووايي ځکه دپلار ژبه یی پښتو دی او دایی دپلارحق دی چی په کومه ژبه خیرې کوي په هغې جواب ورکړل شي
    اوفارسي وانان خوهسې هم خبرهم نه دي چی دفرشته جانې په نوم کوم مخلق هم چیرته شته اوکنه

  2. له خود فروشی نه اخوا، زه دیو استاد په توګه کوشش کوم نه تنها زما شاګردان دآزادی احساس ولری بلکه هر هغه چه له ماسره تماس لری هغه دکمی احساس ونلری.
    ما چه دجلال خبری واوریدی نو مخ می راته ګرم او ستنی باندی لګیدی. ما ته دشرم احساس پیدا سو چه دکابل دپوهنتون استاد دهر پوهنتون داستاد نه شاید نماینده وبلل سی. دهغه نالایقی هم دپوهنتون دنالایقی نه نمونه وبلل سی.
    زه نه پوهیږم ولی په افغانستان کی خبریالان په پوهنتونو ریشخند وهی. ولی دحقوقو استاد دانتراپولوجی، تاریخ، سیاست، او نورو موضوعاتو په هکله پوښتل کیږی؟ ولی دکابل دپوهنتون استادان دخپل تخصص نه دباندی قدم ږدی او نظر ورکوی. هغه په ځان هم ریشخند وهی او افغانانو هم. دتخصص دباندی یو کس ولو که مطالعه ولری بیا هم دیو عادی کس په ډول بیخبره وی. نو ولی افغانان دبیخبره استادانو خبری منی. زه هم نظر ورکوم خو ځان نه استاد معرفی کوم او نه دکوم پوهنتون نوم لیکم تر څو زما نظر او یو بل عادی کس نظر ته په یو سترګه وکتل سی.
    زما درد دادی چه ولی دکابل پوهنتون تراوسه دځان داعتبار دساتلو په خاطر دجلال په ډول بی اداری کسانو ته نه ده ښودلی چه هغه دی دخپل او پوهنتون عزت وساتی او خپل شخصی افکار دی دپوهنتون ترنامه لاندی نه خرڅوی.
    بله خواشینی داده چه تراوسه یو پښتون اساسی مشکل ته ندی ځیر سوی. هغه یواځی دیرش کلن نژادی توپیر ته متوجه سوی. دپښتو او پارسی خبره یوځای لری خو له هغه نه اوچته نوری خبری هم شته. هغه افغانستان ته مخلص پاته کیدل، دافغانستان امن، حاضر حکومت ته وفاداری، او دافغانانو سوکالی او داسی نوری خبری دی. دپوهنتون استاد باید په عامه توګه دحکومت او جامعی دجوړونی لپاره اصلاحی نظر ولری نه تخریبی.
    دیوپوهنتون استاد چه دحکومت په ضد جنګ اعلانوی او بیا دهغه نه دوظیفی تقاضا کوی نو هغه ډیر غیراخلاقی غوښتنه کوی. هغه باید استعفا ورکړی او بیا دحکومت دتخریب او دنړولو لپاره کار وکړی.

  3. خبرې نورې هم ډېرې دي، خو جلال خپل ستمي تعصب نور هم ښکاره او ثابت کړ. دا د ده لمړی ځل نه دی. ده همدا شان د ډیورنډ د فرضي کرښې په هکله هم دې ورته د تعصب څخه ډکې خبرې کړې وې. خو که حقیقت ووایو نو خپله پښتانه هم تر ډېره بریده ملامت دي. زمونږ افراطي ترېدنې، ځان ښینه او نورو منفي صفتونو دې ته لار اواره کړې، چې ژبې ته مو سپکاوی وشي، ژبه را څخه ولاړه شي او پردۍ ژبه را باندې تحمیل شي. اوس ښه موقع برابره شوې ده، قانوني هم ده او پښتو ژبې ته باید ډېره پاملرنه وشي. د پښتو په ویلو به نه شرمېږو او هر ځای کې به یې وایو. ځکه دا زمونږ قانوني حق دی. نور که دري را وایي، هغوی هم حق لري خو مونږ باید پښتو ور ووایو. بیا به هغه مجبور وي چې زما په خبره ځان پوه کړي او دا مشکل به تر ډېره بریده اسانه شي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب