چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد طلوع نيوز ناندريز بحث، فيض الله جلال ولې نعیم وردګ ته...

د طلوع نيوز ناندريز بحث، فيض الله جلال ولې نعیم وردګ ته « ګوساله مطلق» نوم ورکړ؟

تاند:( شنبه، د عقرب نهه ویشتمه)د طلوع نيوز ټلويزيون په يوه بحث کې نن د طالبانو د سياسي دفتر د وياند ډاکټر نعيم وردګ او د کابل پوهنتون د استاد فيض الله جلال تر منځ ناندرۍ رامنځته شوي.

د‌ دغه بحث د ناندريزې شوې برخې رسنیزه شوې ویډیو کې ليدل کيږي چي د کابل پوهنتون استاد فيض الله جلال، طالبانو ته د زور نه کارولو سپارښتنه کوي.

نوموړی ولسمشر غني په خيانت او طالبانو ته د پښتونولۍ په خاطر د ارګ د واک سپارلو ادعا کوي.

له دې څرګندونو وروسته، د طالبانو وياند فيض الله جلال په غير عادي حالت لرلو تورنوي او وايي: هغه نه پوهېږي چې ځان او که نورو ته کنځلې کوي.

ډاکټر نعيم وردګ دغه راز، نوموړی په کمونيسټي نظريې لرلو تورنوي.

د کابل پوهنتون استاد فيض الله جلال بيا وايي، چې ډاکټر نعيم په مطلق ډول « ګوساله» يانې سخوندر دی.

د طلوع نيوز یاد شوی بحث په همدې ډول پای ته رسیږي.

دغې ناندرۍ ته طالب پلوو او طالب ضدو فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.

7 COMMENTS

  1. یار کی می په ریښتیا پوښتی نعیم وردګ ګوساله یا سخوندر نه هم بدتره دی. همدی خرکُس وویل چی مونږه آزادی راوسته اوس دی خلک په خپله ځانونه ساتی مونږ یی د خوراک او لوږی مسؤلین نیو. نعیم وردګ ډیر خرکُس انسان دی.

  2. دا به لږه ستونزمنه وي چې غني دې د پښتونولۍ په پار واک طالبانو ته پرېښی وي (والله اعلم بالصواب)، خو له دې مخکې هغه هم په تعصب او له هغې مخکې نور پښتانه مشران هم په تعصب تورنيږي. اګر چې د دې زياته د پړې ګوته نورو ته نيول کيږي. لږه کي تل متعصب او تنګ نظره وي. افغانستان د ټولو ګډ کور دی او ټول يې بايد په رغونه کې ګډ کار وکړي. موږ له دواړو ښاغليو هيله لرو چې يو د بل نيوکې په سړه سينه او زغم سره وزغمو. ښاغلی صالح د ولسمشر غني لومړی مرستيال وو هر چا ورته درناوی لرلو. د قوميت او حزبي تورونو له يادولو بايد ډډه وشي. غني ته هم همدغسې بلا ستونزې وې. ډاکټر صاحب عبدالله او ځينې نورو هغه دی چې ښه بلا ښه پرېمانه امتيازات يې هم اخېستل. سهيم هم وو، خو مسووليت يې هېڅکله نه اخېسته.
    په هر حال واکمنې ادارې لپاره پوره حوصله او قناعت بښوونکي ځوابونه اړين دي. له کورني وبهرني مشروعيت سره مخ يعنې لاس وګرېوان دي او خبره ترې نوره په لا خرابېدو ده. د خلکو ذهنيت هم ورسره په کور دننه او بهر جوړ نه دی. دوی ته اړينه ده چې له يوې معقولې حل لارې رامخته شي او د هېواد ستونزه حل کړي. اقتصادي ستونزې او فشارونه او هم له نړيوالو سره د هغوی د غوښتنو سره برابر نه چلند ورته لا نورې ډېر ستونزې راولاړوي.

  3. ولا د نعیم وردګ په بِجل توب کی خو شک نسته امّا ډاکټر جلال هم کوم ثابت او وطنپال او وولسی فکری دریځ نلری.

  4. دکابل دپوهنتون خره او دطالبانو غوایی؟ دټولو تلویزیون به بیا ددواړو جار وی.
    دشرم خبره ده دپوهنتون استاد په سیاست کی لاس وهی. پوهنتون او غوبل خانه ده.

  5. doctor sahib ghani build many dames; is that was for pashtoons?
    he find transports for afghan fruits? is that was for pashtoons 50% government was for Abdullah dusted/
    50 percent cabinate was for salekh and ustad .
    if talibs are pashtoon doctor nab was pashtoon toothy dr nab killed by talibs.
    talibs are pakistani intelligent.
    DOCTOR ASHRAFGHANI WAS HONEST AFGHAN.
    ZENDA BAAD ASHRAF GHANI

  6. داکتر نعیم صیب ته چه الله ج کوم کرامت او عزت ورکړی هر ذاتی سپک او رزیل یی نشی تر اخیستی. زه که د طالبانو په ځای وای دا جلال لونټرتی ته می داسی جزا ورکوله چه د نسلونو نسلونو لپاره یی عبرت وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب