جمعه, مې 17, 2024
Home+په دې ورځ دوهمه انګلیس - افغان جګړه پیل شوه

په دې ورځ دوهمه انګلیس – افغان جګړه پیل شوه

تاند- له نن څخه ۱۴۳ کاله پخوا د ۱۹۷۸ د نوومبر په ۲۱ مه په هندوستان کې د بریتانیا وایسرای لارډ لیټن (Lord Lytton) دوهمه انګلیس – افغان جګړه پیل کړه.

د بریتانیکا دایرة المعارف پر اساس، د ۱۸۷۵ په نوومبر کې د بریتانیا صدراعظم بنجمن ډیسرایلي (Benjamin Disraeli) د هند لپاره لارډ لیټن د ګورنرجنرال په توګه وګوماره. لیټن د هند د ګورنرجنرالۍ په موده کې له افغانستان سره د بریتانیايي هند له اړیکو اندېښنه لرله. د ده د ګومارل کېدو په مهال په افغانستان کې د روسیې نفوذ په زیاتېدو و، او لیټن ته امر شوی و چې د روسیې د نفوذ پر ضد ځوابي اقدام وکړي او یا د قوې په زور د پولې کلکوالی یقیني کړي.

هندوستان ته د لیټن له رسېدو سره سم، ده د دوست محمد خان درېیم زوی شېرعلي خان ته، چې د پلار له مړینې وروسته د پاچهۍ پر ګدۍ کښېنستی و، خبر ورکړ چې کابل ته یو پلاوی لېږي. خو کله چې افغان امیر لیټن ته اجازه ورنه کړه چې افغانستان ته ورشي، لیټن په غوسه اعلان وکړ چې افغانستان د دوو وسپنیزو دېګونو په منځ کې یوه خاورینه پیاله ده. خو ده تر ۱۸۷۸ پورې اقدام ونه کړ. په دغه کال په داسې حال کې چې د افغان ځواکونو له لوري د لیټن استازی، سر نیفل چمبرلېن (Sir Neville Chamberlain) له پولې ځواب شو، روسي جنرال ستولیتوف کابل ته لاړ.

وایسرای لیټن پرېکړه وکړه چې خپل ګاونډي ته سبق ورکړي او په دې توګه یې دوهم انګلیس – افغان جنګ د ۱۸۷۸ د نوومبر په ۲۱ مه پیل کړ.

شېرعلي خان مجبوره شو چې له پلازمېنې کابله ووځي او تر دې چې د ۱۸۷۹ م کال په لومړیو کې په جلاوطنۍ کې مړ شو.

انګرېزانو د لومړۍ جګړې په شان دا ځل هم د افغانستان د خاورې یوه برخه کنډو (جلا) کړه او د ۱۸۷۹ د مې په ۲۶ مه یې د ګندمک تړون د شېرعلي خان له زوی یعقوب خان سره لاسلیک کړ او هغه یې د افغانستان د امیر په توګه په رسمیت وپېژانده.

د افغانستان واکمن یعقوب خان د بریتانیا له سر لویس کیوناري سره د ۱۸۷۹ د مې په ۲۶ مه د ګندمک تړون لاسلیکوي. دې معاهدې ۱۰ مادې لرلې او پر اساس یې خیبر دره (لنډیکوتل) سیوۍ (سیبي)، پښین او کوژک له افغانستانه واخیستل شول. د بریتانیا صدراعظم بنجمن دیسرایلي او په هند کې یې ګورنر جنرال لیټن دا د بریتانیا لپاره یو ستر بری وباله او په دې مناسبت یې د خوشالۍ جشن جوړ کړ.

یعقوب خان په کابل کې د بریتانیا له دایمي سفارت سره موافقه وکړه. پر دې سربېره هغه ومنله چې د بریتانیا د حکومت له هیلو او غوښتنو سره سم به له نورو هیوادونو سره اړیکې پالي.

د بریتانیا بری لنډمهاله و، د ۱۸۷۹ د سپټمبر په ۳ مه د بریتانیا استازی سر لویس کیوناري (Sir Louis Cavagnari)، او ساتونکي یا بدرګه کوونکي یې په کابل کې ووژل شول.

بریتانیا بیا افغانستان ته لښکر ولېږه، د اکتوبر تر پای ته رسېدو مخکې یې کابل ونیوه. یعقوب خان تاج و تخت پرې ایښي و او د ۱۸۸۰ تر جولای پورې تر هغو د قدرت خلا وه چې د شېرعلي خان لمسی عبدالرحمان خان د افغانستان واک ترلاسه کړ.

د بریتانیکا پر اساس، د عبدالرحمن خان د سلطنت په دوره کې د بریتانیا او روسیې له لوري د اوسني افغانستان پولې وټاکل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب