سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+په سپوږمۍ کې کاربون وموندل شول

په سپوږمۍ کې کاربون وموندل شول

تاند- د (یو سي ایل اي) پوهنتون د څېړونکو نوې څېړنې ښيي چې د سپوږمۍ د جنوبي قطب په ځینو برخو کې د کاربون اوکسایډ کنګل شوې ماده شته.

دا علمي کشف سبب کېدای شي چې انسانان د سپوږمۍ د منابعو په اړه لا زیاتو څېړنو ته وهڅېږي.

دې ته په کتو چې په راتلونکې یوه لسیزه کې یو شمېر هیوادونه غواړي سپوږمۍ ته د ستوربېړیو او انسانانو ماموریتونه زیات کړي، د مځکې په دې یوازیني قمر کې به د منابعو لټون زیات شي.

تر دې مخکې د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې د کنګل شویو اوبو شتون تایید شوی و او دې ته په کتو چې د سپوږمۍ د جنوبي قطب د ځینو غاړو په شاوخوا کې د تودوښې درجه د سانتي ګراد منفي ۲۲۳ ده، د سپوږمۍ په دې برخه کې د کنګل شوي کاربون اوکسایډ موجودیت ممکن دی.

د سپوږمۍ د جنوبي قطب له بېلابېلو برخو په وروستیو ۱۱ کلونو کې ترلاسه شوي معلومات ښيي چې د هغې په ۲۰۴ کیلومتر مربع ساحه کې هوا دومره سړه ده چې حتي د دوبي په موسم کې هم تودوښه د سانتي ګراد له منفي ۲۱۳ درجو نه لوړېږي او دا د کنګل شوي کاربون اوکسایډ د زېرمه کېدو لپاره تر ټولو ښه ځای دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب