دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+شهرت څنګه تر لاسه کړو؟ / رفيع الله آرمان

شهرت څنګه تر لاسه کړو؟ / رفيع الله آرمان

انسان فطرتا ځان غوښتونکی دی، د خپل دغه همیشني عادت له مخې غواړي چې ټولنيز وي، د خلکو تر منځ محبوب او د درناوي وړ وي. له لرغونې زمانې بیا تر ننه، په دې خاورينه کره کې ډېر د شان او دبدبې اشخاص اوسېدلي چې نه يوازې خلک يې نوم په حافظه کې ساتي بلکې له کړنو، فکر او تګ لارې يې د اوسني عصري ژوند لارې ترسيموي.

دوی هر یو که هغه پيغمبر، فیلسوف، نابغه او یا متفکر و، زموږ په شان انسانان او په لومړيو کې کوچني خلک وو.

خو څه وشول چې نن يې هم خلک په پلونو پلونه ږدي او ځان تر دغې مرتبې رسول غواړي؟

که خپله خبره لږ نوره هم کوچنۍ کړو او د نني افغان انسان د شهرت تر کچې يې را ولو، څنګه کولی شو چې خپله دغه فطري غوښتنه(شهرت) تر لاسه کړو؟

په پیل کې مو د نړۍ سترو او مشهورو خلکو ته اشاره وکړه.

و يکتورهوګو د ادب په برخه کې مشهور شاعر او نړيوال ليکوال تېر شوی، چې ګڼ آثار يې د نړۍ په ډېرو ژبو موندل کیږي، او دغه راز يې له کتابونو سره د نړۍ هر آشنا فرد، دی پيژني.

هوګو چې په نړيوالو ادبیاتو کې د بشپړ شهرت خاوند دی، تر اوسه به يې چا په اړه نه وي اوريدلي چې هغه يوه رياضيکي معادله کشف او وړاندې کړې ده، ځکه دی خپل هنر ته جوړ انسان و او ده بیا ځان پکې تر شهکارۍ رسولی.

انشټین هم يو نړيوال پيژندل شوی نابغه دی چې ساینس يې په شتون خپل تکاملي سير ګړندی ساتلی.

دی هم د هوګو په شعر او ادب کې ګوتې نه وهي، يوازې يې په خپل دماغ او مغذ کې په ده پورې اړوند ذکاوت د فزيک په برخه کې بوخت کړی دی.

که د اوسني ځوان افغان نسل د شهرت غوښتلو موخې ته را وګرځو، نو دا اصل مو باید هير نه وي چې د نړۍ هيڅ مشهور او نابغه په لومړيو کې داسې نه و؛ هغوی هم د ګڼو علومو، هنرونو، کسبونو او فنونو په ښاخونو کې يوازې د خپل ذوق او ځانګړې وړتیا څانګه ټينګه را نيولې ده.

په افغاني ټولنه کې شهرت او ټولنيز موقف غوښتونکي ډېری ځوانان تر وخت وړاندې او تر خپل ځان مشر شخصیت_ شهرت غواړي.

دلته تر ډېره شهرت د شعر، ژورناليزم او ټولنيزو پاڼو په غيږه کې لټول کيږي، داسې انګیرل کيږي چې يوازې همدا موارد دي چې سړی پکې د ډېرې پيژندګلوۍ او کمال خاوند کيږي!

دا سمه ده چې شعر هنر دی، هنر او هنر مند په هر چا ښه لګي، خو د ټولنې هر فرد یا ډیری کسان شاعران اوژو نالیستان نه دي، او نه به په دې ډول هغسې شاعر شي چې شاعري يې په فطرت کې اغښل شوي وي.

تر شهرت وړاندې په هر انسان کې بیله یوه خارق العاده ځانګړنه شتون لري چې که همدا ځانګړنه په خپل ځان کې ولټول شي_پیدا کړل شي، همدغه ځانګړنه به مو د کمال او نړيوال شهرت تر کچې ورسوي.

هغه ځانګړنه، یوه ځانګړې وړتیا ده، چې هغه په بل انسان کې نشته، او په هر بل انسان کې بل ډول ده.

لکه هوګو شاعر و، خو فزيک پوه نه و

او انشټاین فزيک پوه و خو شاعر نه و.

که موږ د برښنا، سړک او ودانۍ اینجنيري کې ځانګړی خلاقیت لرو خو ژورناليست او شاعر مو ځان ته راکشوي، نو هغسې شاعر به و نه اوسو لکه څنګه مو چې ذهن د يوه ښه انجينير تقاضا رانه کوي.

همدا ډول به هغه شاعر چې خدای ور باندې ځانګړی هنر لورولی، هيڅ کله خپله د غزلو او سندرو کتابچه د انجينيري په دوربين ور نه کړي، که همدا دوربین په لاس هم ورکړې، نو د غرونو تر شا به د معشوقې بڼورې سترګې پکې لټوي، خو د ودانۍ دنګوالی او ښکلا به پکې ډيزاين نه شي کړی.

که خپله خبره رالنډه کړو نو

د ټولنيز موقف او نېک شهرت موندلو په خاطر باید په خپل ځان پورې منحصرې ځانګړنې لټونه پیل کړو.

د ټولنيزو علومو، فنونو او هنرونو په سمندر کې هره خوا غوټې مو د کمال مرتبې ته نه شي رسولی، په دې ګردابونو کې خپل ځان پیدا کړی.

مشخص ذوق، ځانګړې وړتیا مو و پالۍ، د خپل ټاکلي ذوق او خلاقیت له پاللو مه ستړي کيږئ، په ځان چلنجونه و منئ.

په ځان کې ځان پیدا کړئ.

2 COMMENTS

  1. ګران رور ارمان صاحب
    السلام علیکم . خدای وکی خپه نشی . شهرت کوم کمال نده د همدی شهرت ګټلو لپاره افغانستان تبا وبرباد شو راځئ ښه ښه کارونه وکو وطن مو اباد کو خلکو ته ریښتیانی خدمت وکو هم به مو دنیا او هم اخرت ښه شی تخصیل وکو نجونی او هلکان سبق او پوهنتون ویلو ته وّ هڅوو لکه زموږ هزاره ورڼّه وګوره شهرت پسی نه ګرځي خو د دوی هر کار عالی او ټول په اتقاق او د زده کړو لرونکی شول حرام نه خوری یو دبل پښې نه وهی غیبت نه کوی انتحار او انفجار نه کوی بوشکه او انتحاری وسکټ نه اغوندی او داسی نور عالی صفات لری کله مو چی نیک کارونه وکړل او انسانی اوصاف مو ټول خپل کړل همدا خود بخوده شهرت ده یعنی شهرت یوو شمیر عالی صفتونوپوری تړلی کله مو چی لیکنه کوله ښه او معقول عنوان ورته غوره کوی د دنیا لیکنی وګوره هیچا ندی لیکلی چی شهرت څنګه ترلاسه کو
    یو سړی د شهرت ګټلو لپاره جومات کی … کړی و خلکو وروته ویل ولی ویل یی پریږده چی شهرت و ګټم

  2. سلامونه ،
    د ورور رفیع الله آرمان لیکنه په ځای ده. لکه چې اول کې ېې لیکلې “ځان غوښتنه د انسان فطرت کې نغښتې ده” … او په پای کښې ېې ځوانانو ته ؛او ښايي سپین ژيرو ته هم؛ ویلي (پخپل ځان کې ځان پیدا کړئ)!” .
    زما په فکر شهرت دوه مثبت او منفي اړخونه لري لکه د یو فلم هیرو او بد معاش شهرتونه!!. یا د ډيري سیاستچیانو شهرتونه!!!.
    یوه ټولنه چې له هره لحاظه (کلتوري، مادي،معنوي، مدني ، معاصر ادن..) رسیدلې وي ، ولس یا وګړي ېې کولای شي له خپلو منځونو هغه څوک چې پخپل مسلک، کاروبار، کړووړو، راشه درشه ،د خبرو او عمل یووالی ا.د.ن. کې ښه یا بهترین وي غوره کړي او ورته مثبت شهرت یا نومیالیتوب ورکړي ؛او یا برعکس.
    یوه خبره بله هم کوءم : مسلک، تخصص یا ځانګړی لیاقت او کار کول به دهر چا تر وسې بیل اوخپل وي ؛خو د هنرونو او ادبیاتو په نړۍ کښې لکه د هوبي (د فراغه وخت مصروفیت ) کار اخیستل کیدای شي.یا دا چې له بل پلوه هنرمند هم بل مسلک لرلای شي. مڼنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب