دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+له نړۍ سره اړیکې او زموږ رسمي هویت/ موسیٰ احسان

له نړۍ سره اړیکې او زموږ رسمي هویت/ موسیٰ احسان

نن سبا نړۍ د معاصرې چټکې ټکنالوژۍ له امله د یو کلي حیثیت خپل کړی او ټول هېوادونه یې یو او بل ته دومره نږدې کړي، چې هېڅ حساب یې نه کېږي؛ د هغوی له ډلې یو خوار قسمته افغانستان هم دی، خوار قسمته مې ځکه ورته وویل، چې موږ همېش په خپلو کې سره وژلي دي، د شریرو کړیو ښکار شوې یوو، د ویجاړۍ اتحاد او اتفاق مو کړی، خو یو وخت مو هم داسې ونه کړل، چې د یووالي په ټغر سره راټول شوي وو او هېواد مو له نورو هغو خلکو په رقم، چې خپلو هېوادونو ته یې په لنډ او تنګ وخت کې د ګلبڼ بڼه ورکړه، موږ هم ورکړو/ورکړې وي.

(( دا مشکل زموږ په اعمالو کې دي نه په اصل کې! که په واقعي مانا اصل ته رجوع وشي/وکړو، نو د نړۍ خلک به زموږ د هېواد بهترینو او زړه راښکوونکو منظرو د لیدلو لپاره د دنیا له هر کونج و کناره ځانونه را ورسوي.))

په دې نړیوال کلي کې هر یو نورو ته اړتیا لري، د ټولو وچؤ او هېوادونو جغرافیوي بڼې توپیرونه لري، ځینې په تېلو، ځینې په لیتیمو او ځینې په نورو داسې توکو مشتملې دي، چې ټول بشر ورته اړتیامن یوو او هېڅ داسې ځای نشته، چې پر ځان دې متقي، په هر لحاظ پوره او بسیا وي.

دې اړتیاؤ ته په پام نیوي سره، نو بیا ولې داسې کړنې د نړۍ د خلکو له لورې کېږي، چې نورو ته اذیت او کړاو وي؟ د نړۍ بشر د ځان په نه بسیاینې باور لري؟

که لري یې ولې د یو او بل حمایت او مدد نه کوي؟

او که یې نه لري، نو د څه لپاره یې داسې کردار خپل کړی؟

موږ ته څرګند خپل خالق الله سبحان وتعالیٰ په مبارک کتاب قران مجید کې فرمایلي:

سُوۡرَةُ المُمتَحنَة ۱ او ۱۳ آیتونه
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّى وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَآءَ
***
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَتَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللَّهُ
***
[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 28]
لَّا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكٰفِرِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۖ
***
[سُوۡرَةُ التّوبَة : 23]
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَتَّخِذُوٓا ءَابَآءَكُمْ وَإِخْوٰنَكُمْ أَوْلِيَآءَ إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الْإِيمٰنِ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَأُولٰٓئِكَ هُمُ الظّٰلِمُونَ

که فکر وکړو، نو د نړۍ ټول کفري هېوادونه ګل و ګلزار دي اما برعکس مسلمان هېوادونه خاصکر واقعي مسلمان هېوادونه په سرو لمبو کې سوځي، خو موږ بیا هم نه پوهېږو او په ړندو سترګو د ظالمانو ملګرتیا کوو.

بل لوری مشروطې ګټې ددې لامل شوي، چې وروسته پاتې هېوادونو باندې دې د هژمونیک او سوپر پاور هېوادونو له لورې ناقانونه تېری وشي، هغه هم مسلمان هېوادونه – افغانستان، عراق، سوریه، فلسطین او… .
دوی په هماغه سیمو کې خپل ایجېنټان، کمزوري مسلمانان روزي او د دوی په شتون کې ورانی کوي.

نړۍ کې ډېری هېوادونه شتون لري، چې هېڅ ډول مشترکات نه لري، حتیٰ په بېلو، بېلو وچو کې مېشت دي، خو د ګټو لپاره دوستانه اړیکې پالي او د کفري هېوادونو ښکاره غلامي کوي.

نو موږ دې هم داسې وکړو؟

زه له نړۍ سره د تعامل پلوی یم، ځکه بغېر له نړۍ ژوند نه کېږي، خو غلامي باید نه وي.
اوس خپلې موضوع ته راګرځوو، له افغانستان سره روان ظلم هېڅ د توجیه وړ نه دی، ښایي ډېر کسان راسره همغږي نه شي، ځکه ما ته به وروسته پاتې خطاب وکړي، چې د فعلي جوړ شوي حکومت لپاره لابي کوم اما دا به د دوی د کمې پوهې وجه وي.

زما لپاره هېڅ کس او نوم مهم نه دی، چې څوک او څوک دي؟ یوازې مور وطن افغانستان.

موږ له دوی (کفارو) سره د دې لپاره اړیکې جوړوو، چې عزت تر لاسه کړو، که کومه بله خبره ده؟

له دوی سره په اړیکو جوړولو نه عزتمن کېږو بلکې نور مو هم د ذلت کندې ته ور غورځوي، تېر یې زموږ لپاره ښه مثال دی.

[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 139]
الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكٰفِرِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا

موږ ولې په رسمیت نه پېژندل کېږو؟

د عمومي نړیوالو حقوقو له حیثه د دولت متشکله عناصر قلمرو، نفوس، حکومت او سیاسي عالي قدرت دی. کوم دولت، چې دغه متشکله عناصر بشپړ کړې وي، نو د نړۍ هېوادونه یې باید په اجباري ډول په رسميت وپېژني، خو ځینې به ووایي، چې په سیاسي لحاظ یا د سیاست له مخې رسمیت پېژندنه اختیاري کړنه ده، هو په سیاست کې اختیاري ده، په دې هر څوک پوهېږي اما خبره داسې نه ده، دوی د خپلو ملي ګټو په خاطر دا عمل کوي، چې موږ په رسمیت نه پېژني، خو برعکس موږ ته هم دین، ملي ګټې، ارزښتونه، کلتور او فرهنګ مهم دي.
نه دي مهم؟ بالکل دي.

نو دې کې ستونزه څه ده، چې موږ ته دې د قوانینو بڼه دوی را وښیي؟

د دوی اساسي قانون، اورګانیکي قوانین او د عادي قوانینو منشاء او سرچېنه له کوم ځایه ده؟

نړۍ کې چا د بل هېواد په خوښه داخلي یا ملي قوانین جوړ کړې؟ او… .

هېچا! که جوړ یې هم وي، نو د هغوی غلام او مستعمره به وي، اوس له زوړ استعمار یانې مستقیم څخه خبره نوي یانې فکري استعمار ته را رسیدلي ده، چې همدا فکري یا نوی استعمار تر ټولو سخت دی او بدې پایلې هم لري.

سهي ده! موږ به دا هم ومنو، چې د دوی (نړۍ) په خوښه رفتار وکړو اما د دې رایې او نظر حق خو به موږ ته هم راکول کېږي، چې خپله خبره وکړو؟ که د خبرو موقع راکړل شوه، نو لومړی به دا کیسه سره سپینه کړو، چې د نړۍ پر مخ تر ټولو لوړ، جامع، بشپړ، د هر دهر و زمان سره برابر قانون کوم یو دی، چې موږ هم د هماغه قانون له لارې تګ وکړو او د ژوندون آسانیتاوې پکې ولټوو؟؟؟

(( خبره باید په اصل وشي نه په عمل.))

زما پوره باور دی، چې هېڅ هېواد به دې ته اماده او تیار نه شي، چې د نړۍ پر مخ په بشپړ قانون (الهي قانون) مخکې تګ وکړي، ځکه دا قانون د بشر په خیر او ښيګڼې چورلېږي او نه هم دې ته تیار دي، چې زموږ په خوښه خپل ملي قوانین جوړ او په خپلو ټولنو کې یې د پلي کولو جواز ورکړي.

موږ یوه مسلمانه سُنتي ټولنه یوو، همېش به د الهي قانون طرفداري کوو، نه پکې افراط منو او نه تفریط.

د هرې خبرې ښه تحقیق او څېړنه به کوو، له چا سره به منافقت نه کوو، فرېبکاره به نه جوړېږو، ځکه په ځمکه کې سیاست او نیابت د الله عزوجل استازیتوب دی، موږ د هغه بنده ګانو یوو، دا مشکل او سخت کار یې موږ ته راسپارلی، موږ باید هېڅ فرېب و تزویر پکې ونکړو، که مو وکړ، نو د الله تعالیٰ له کلامه به مو ښکاره سرغړونه کړې وي.
الله عزوجل په خپل کامل کې کتاب کې ویلي:

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 30]
وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓئِكَةِ إِنِّى جَاعِلٌ فِى الْأَرْضِ خَلِيفَةً ۖ

د نړۍ سره سم چلند ته هر وخت اماده یوو.

موږ ته دې څوک د ژوند کولو لارې چارې نه راښيي، څوک چې موږ د بشر ضد او ترهګر بولي اصل کې هغوی د بشر ضد، جنایت کار او ترهګر دي، اوسني ژوندي مثالونه یې ډېری خلکو عملاً لیدلي/ولیدل او پخواني هغه یې د تاریخ په پاڼو کې لوستلی شي.

ښو ته رابلل له بدو منع کول د الله ج او د هغه د رسول ص امر دی او جاري کول یې د رحمت نازلېدل دي، نو موږ هم همدا امر منلی! تر خپل توان او وس مطابق به یې پلی کوو هم.

[سُوۡرَةُ التّوبَة : 71]
وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنٰتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ ۚ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلٰوةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكٰوةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ ۚ أُولٰٓئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

له دې ټکي نړۍ رېږدي، چې که د نړۍ په یوه کوچني هېواد کې الهي قانون بریالی شو، نو نوره نړۍ به هم اصل ته رجوع وکړي.

واقعي مسلمانانو همېش د سولې، خبرو اترو او د ښې ډيپلوماسۍ لاره غوره کړې ده، د پیغمبر ص له زمانې را نیولي ان تر اوسه، خو برعکس کفار په هر کار کې بهانې لټوي، همېش یې شر ته لمن وهلي ده، څو ناچیزې ګټې تر لاسه کړي.

وروستۍ خبره دا کوم، چې په دې نړیوال کلي کې که یو کس د نورو کلیوالو له لورې د ژوند کولو له حق څخه محروم شو، نو ضرور به یې زیان نورو ګاونډیو او کلیوالو ته هم رسېږي.

د نړۍ تش د بشرپالنې شعاري الفاظ باید په حقیقت او واقعیت بدل شي، هر بشر باید دا حس ولري، چې لویدلي ته لاس ورکړي، څو را پورته شي او ژوند وکړي.

ددې پرې ځای، چې د یو او بل له پښو تېږې وباسو، ښه به دا وي، چې پښو ته یې تېږې ور برابرې کړو، څو له لویدلو یې بچ کړو او د واقعي مسلمانانو دنده هم داده.

موږ همېشه دې خبرې ته ژمن یوو او هېڅ ورڅخه ګرځیدلی نه شو.

[سُوۡرَةُ الرّعد : 25]
وَالَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِنۢ بَعْدِ مِيثٰقِهِۦ وَيَقْطَعُونَ مَآ أَمَرَ اللَّهُ بِهِۦٓ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِى الْأَرْضِ ۙ أُولٰٓئِكَ لَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوٓءُ الدَّارِ

۱۴۰۰/۰۷/۳۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب