دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهداعشي مشر: د ط جنګياليو ترڅنګ مو د سيمې د نورو ملتونو...

داعشي مشر: د ط جنګياليو ترڅنګ مو د سيمې د نورو ملتونو جنګيالي هم جذب کړي

تاند:( يکشنبه، د عقرب دېرشمه)‏په ننګرهار کې د داعش ډلې يو مشر وايي، چې د طالب جنګياليو تر څنګ يې په افغانستان کې د نورو هېوادونو شته جنګيالي هم خپلو لیکو ته جذب کړي دي.

د جاپان نیکي ورځپاڼې د دغه داعشي قومندان له نوم خپرولو پرته د هغه په حواله ويلي چې په دې برخه کې دوی بریالي دي او هڅې يې لا دوام لري.

جاپاني ورځپاڼه وايي، چې له دې کبله چين، پاکستان او ايران سخت انديښمن دي.

په وروستيو کې د عراق او شام څخه راپورته شوې داعش ډلې، د يادې ډلې اصلي سرچينه ګڼل کېږي، په افغانستان کې د بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستی دی.

مخکې ويل کيدل، چې داعش ډله په افغانستان د سيمې د استخباراتو، په خاص ډول پاکستان په مرسته رامنځته شوې او د داعش په نوم تقلبي فعاليتونه کوي.

د‌ طالبانو ځينې تازه دمه مدافعان او له هغې ډلې شنونکی فضل الرحمن اوريا بيا د داعش تر شا سيمه ييز نقش کمرنګه او د انګلستان د لاس لرلو ادعا ډېره کوي.

ايران بيا په مستقيم ډول امريکا تورنوي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې ملاتړ کوي.

له دې سره، ظاهرا ټول هېوادونه په افغانستان کې د داعش ډلې له پراختيا څخه انديښمن دي.

څو شپې مخکې، په افغانستان کې د يوناما مشرې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته وویل، چې د افغانستان ټولو ولايتونو ته د داعش ډلې فعالیتونه غځيدلي او طالبان يې په مقابله کې پاتې راغلي دي.

نوموړې طالبان په دې هم تورن کړل، چې د داعش ډلې سره د تړاو په نوم خپل نور مخالفين په پټو سترګو وژني او بشري حقونه يې نقض کړي.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په وروستيو کې د امريکا تر څنګ روسیه، د سیمې نور هیوادونه او نيږدې ټوله نړۍ په افغانستان کې د داعش ډلې له پراختيا او پياوړتيا څخه انديښمن دي.

امريکا خو دا هم ويلي، چې ياده ډله به په شپږو مياشتو کې له افغانستان څخه د امریکا پر ضد د بریدونو وړتيا پيدا کړي.

ويل کيږي، چې د طالبانو له خپله منځه په پراخه کچه جنګیالي د داعش لیکو ته روان دي.

طالبان له همدې وېرې هره ورځ په خپلو لیکو کې د جنګیالیو تصفيه کوي.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل خبرداری ورکړی، چې د داعش بیرغ به زر د طالبانو د جنګياليو له لوري، د دوی له لیکو څخه پورته او طالبانو سره د خونړۍ جګړې پیلامه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب