د کوزې پښتونخوا د نوموتي لیکوال، فرهنګپال او سیاستوال اجمل خټک مرکه مې لوستله، چې د ژوند په وروستیو وختونو کې یې کړې وه. ژورنالیست ته وايي چې زړه کې مې ارمان دی چې خپل سیاسي ژوند لیک د یو کتاب په بڼه ولیکم، خو ذهن مې کمزوری شوی، ټولې پیښې نه شم رایادولی، بله دا چې د سترګو دید مې هم ډېر کمزوری دی، لیکل سم نه شم کولی. څنګه به خټک صیب په کمزوري ذهن او تېر عمر د دېرشو او څلوېښتو کلونو پخواني پیښې رایادې کړې؟ موږ چې په صحت کاملن روغ یو، بیا هم نشو کولی لس کاله پخوانۍ پيښې، هغسې چې څنګه وې، ولیکو؛ نو لازمه ده چې یاداښتونه له پېښېدو سره هممهاله ولیکو، ځنډ ورنه کړو.
ممکن ملګري ووايي چې موږ او اجمل خټک کې خو لوی توپیر دی، که موږ ورځني یاداښتونه ولیکو یا ونه لیکو نو څه؟ دې ملګرو ته باید وویل شي چې څوک ژوند کوي، د هغه لپاره یاداښتونه اخیستل ضروري دي او څوک چې ژوند نه کوي، نو هغوۍ به څنګه یاداښتونه ولیکي؟ ځکه په هغوۍ پيښې نه تېرېږي. باید ووایم چې یوازې مړي نه دي، چې ژوند نه کوي، بلکې ژوندي هم شته چې ژوند نه کوي.
زموږ او ستاسې ژوند حتمن د یو چا لپاره مهم دی، مثلن: که نور هېڅوک ونه اوسېږي، نو زموږ اولادونه زموږ د افعالو او اعمالو میراثخواره بلل کېږي، دوۍ باید زموږ له ژوند څخه خبر شي. زه ډېره هیله لرم چې د مرحوم پلار له ټول ژوند څخه خبر شم، خو اوس هېڅ نشته چې دا مالومات راکړي. که زموږ ژوند د هېچا پورې تړاو ونلري، نو په موږ پورې خو تړاو لري، زه چې مې د تېرو پنځو کلونو د یاداښتونو کتابچه لولم، ډېر خوند ترې اخلم.
ځینې وخت د پیښو په اړه دقیقې نېټې ته اړتیا وي، موږ باید وپوهېږو چې دا مهمه پیښه په کومه نېټه رامنځته شوې. دلته به ډېرو کمو وګړو ته خپله د پیدایښت ورځ یاد وي. زموږ ورځني مهم یاداښتونه د همدې دقیق وخت مالومولو لپاره هم مهم دي.
د یاداښتونو د کتابچې یوه بله ګټه دا ده چې د لیکوونکو امیدونه لویوي. دوۍ هڅه کوي داسې کړنې ترسره کړي چې راتلونکي وګړي یې د یو اتل په صفت وپېژني. ځکه دوۍ دا یاداښتونه د راتلونکي نسل لپاره لیکي.
د ځان د مقایسه کولو لپاره هم د یاداښتونو کتابچه اړینه ده. موږ څنګه مالومولی شو چې د تېرو دوو کلونو په نسبت زموږ فکر او ژوند ښه شوی؟ د دې مقایسه کول به مشکل وي؛ خو که خپله د یاداښتونو کتابچه ولولو، نو ډېر په اسانۍ سره د ژوند پرمختګونه او له لاسه وتلي فرصتونه شمارلی شو.
د یاداښتونو د لیکلو په وخت کې موږ باید امانتدارۍ ته پام وکړو، پيښې چې څنګه واقع شوې، همهغسې یې ولیکو. داسې نه چې نور ملامت او ځان سپین باز وښیو، بلکې واقیعت باید ولیکو. د روټینګ (دوامداره تکرارېدونکو) ورځنيو کارونو لیکلو ته اړتیا نشته. مثلن: موږ هر سهار له کوره راوځو، د سرک په سر موټر ته درېږو، بازار ته ځو، بیا پوهنتون ته ځو، درس لولو، بېرته کور ته راځو. د دې لیکلو ته اړتیا نشته. که دغه روټینګ کارونه د کار په وروستۍ ورځ ولیکو، نو ښه به وي.
ځنډ مه کوئ، همدا نن یوه کتابچه ځانګړې کړئ، هغه مهمې پېښې ولیکئ، چې په نږدې وخت کې درباندې تېرې شوې. ممکن تاسو اوس د همدې په خوند پوه نشئ، خو چې څومره دا پېښې او خاطرې زړېږي، هغومره به یې خوند ډېرېږي. ځکه اوس ستاسو دا پېښې په یاد دي، که یې په کتابچه کې لولئ، نو خوند نه درکوي، خو که مو یو وخت هېرې شوې او بیا مو دا کتابچه لوستله، نو کتابچه به په تاسو د بیا رایادولو احسان کوي.
عزیز انیس
۱۴۰۰/۸/۲۸