جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاسنځلې په بدن کې د التهاب مخه نیسي

سنځلې په بدن کې د التهاب مخه نیسي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

دا چې د سنځلې ونه له هر ډول محیط سره جوړ جاړی کولی شي، نو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونه کې پیدا کېږي او کرل کېږي. د سنځلې ټولې برخې، هغه که رېښې وي، پوستکی وي او یا هم خپله مېوه ګټورې بلل شوې دي.

د سنځلو خوړل د معدې او ینې د پیاوړي کېدو لامل کېږي. سنځلې په خپل ترکیب کې تر ټولو قوي انتي اکسیدان لري چې د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي.

سنځلې د التهاب ضد ځانګړنه لري، کم کالري مېوه بلل کېږي، ګټه یې د هغو کسانو لپاره ډېره ده چې غواړي خپل وزن کم کړي.

سنځله د تبې او درد ضد خاصیت لري.

زړه قوي کوي.

سر درد له منځه وړي.

اسهال کابو کوي او د خونریزي مخه نیسي.

د مفاصلو درد او د پوستکي خارښ له منځه وړي.

د پوست د ښکلا لپاره ښه نسخه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب