تاند:( شنبه، د عقرب نهه ویشتمه) د روسیې د ملي امنیت شورا سلاکار منشي نیکولای پاتروشف په افغانستان کې د کورنۍ جګړې خبرداری ورکړی.
نوموړي ویلي، چې افغانستان په بحراني وضعیت کې دی او که طالبان ورته مناسبه حل لاره ونه مومي، دا بحران به د کورنۍ جګړې سبب شي.
د روسي مقام په وینا، د اوسني وضعیت له دوام سره به په افغانستان کې د فقر د شدت ترڅنګ یوه نوې کورنۍ جګړه پيل شي، چې پایلې به یې ډېرې ځپونکې او خطرناکې وي.
د نوموړي دا خبرداری په داسې مهال دی، چې تېره اونۍ روسيې په لومړي ځل افغانستان ته درې الوتکې بشري مرستې واستولې.
طالب چارواکو د روسي مقام څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
د دوی یوه ویاند بلال کریمي رسنیو ته د بشري ناورین په اړه ویلي، چې د مقابلې لپاره یې لازم تدابیر نیول شوي او اندیښنې به حل شي.
کریمي نه ده روښانه کړې، چې دا تدابیر یې څه دي او کله به عملي کیږي؟
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې تر ۲۴ میلیونه پورې خلک ډوډۍ نه لري او ۳ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له کبله مرګ ته خورا نیږدې شوي.
د طالبانو له واکمنیدو سره ۱۸ میلیونه وګړي وزګار شوي، دولتي دندو ته تلونکي کسان له څو میاشتو راهیسې بې معاشه دندو ته ځي او دغه راز د خوراکي، سون او نورو توکیو بیې خورا لوړې شوي.
د دې په خوا کې افغانستان د خوراکي او نورو توکیو له کمښت سره هم مخامخ دی.