شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهامریکا او قطر د افغان بشري ناورین په اړه خبرې وکړې

امریکا او قطر د افغان بشري ناورین په اړه خبرې وکړې

تاند:( شنبه، د عقرب نهه ویشتمه) په افغانستان کې د بشري ناورین له شدت سره، د امریکا د مالیې وزارت چارواکو د قطر له یو شمېر مشرانو سره خبرې کړي.

رویټرز خبري اژانس وایي، چې په دې خبرو کې دواړو لوریو له افغانستان سره د بشرپاله مرستو د تامینولو په اړه بحث او خبرې کړي.

د دې خبرو جزییات تر اوسه نه دي رسنیز شوي.

قطر په افغانستان کې د امریکا د دیپلوماتیک استازیتوب مسوولیت پر غاړه اخیستی او دا لومړی ځل دی، چې امریکایي چارواکي ورسره د افغانستان د بشري ناورین د مقابلې په اړه خبرې کوي.

قطري چارواکو څو میاشتې وړاندې یوه اندازه بشري مرسته افغانستان ته لیږلې وه، خو تر هغې وروسته یې په دې برخه کې رول کمرنګه ښکاري.

امریکا بیا –بیا ټینګار کړی،چې افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوي.

په دې برخه کې د عملي اقداماتو ډېر څرک ځکه نه لیدل کیږي، چې طالب مشران تر ډېره نړیوالو سره د تعامل فرصتونه د بشري مرستو د جذب پرځای د خپلې واکمنۍ د په رسمیت پېژندلو لپاره ضایع کوي.

یو شمېر شنونکي نیوکه لري، چې طالبان به له ټولو خواریو سره پرته له دې چې د نړیوالو غوښتنې ومني، په رسمیت ونه پېژندل شي، خو هغه ممکنه فرصتونه ضایع کړي، چې افغانستان ته د بشري مرستو د جذب لپاره مهیا کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب