Homeخبرونهسره صلیب: افغانستان تر لوږې هم د نقدو پیسو له نشتوالي ډېر...

سره صلیب: افغانستان تر لوږې هم د نقدو پیسو له نشتوالي ډېر ځوریږي

تاند:( شنبه، د عقرب نهه ویشتمه) په افغانستان کې د نړیوال سره صلیب ادارې رئیس پیتر مورر وایي، چې افغانستان کې د لوږې له بحران څخه هم د نقدو پیسو نشتوالی جدي بحران دی.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، چې دوی تر خپله وسه نقد ډالر افغانستان ته په کڅوړو کې لېږدوي او د خپلو اړوندو کارکوونکو معاشونه پرې ورکوي، خو ډېر نور افغانان د معاشونو د نه ترلاسه کولو له کبله بد وضعیت سره مخامخ دي.

ویل شوي، چې د پیسو د نشتوالي ستونزه تر ډېره د افغانستان د بانکي سیستم له فلج کیدو او د بانکي سیستم فلج کیدل د افغانستان د بانکي زېرمو له کنګل کیدو سرچینه اخلي.

 اټکل کیږي، چې د بانکي زېرمو دغه کنګل کیدل او د طالبانو واکمنیدو د افغانستان اقتصاد ۴۰ سلنه را غورځولی دی.

طالبانو له امریکا متحده ایالاتو غوښتي، چې کنګل کړې بانکي زېرمې دوی ته وسپاري.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي بیا ویلي، چې طالبان د افغانانانو استازي نه دي او حق نه لري، چې په زوره د ترلاسه کړي واک د حاکمیت لپاره د افغانانو پیسې له امریکا ترلاسه او په نامسوولانه او نا مشروع ډول مصرف کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام ویسټ ویلي، چې دوی به تر هغې طالبانو ته د کنګل شوې بانکي زېرمې د استفادې فرصت ورنه کړي، څو ټول شموله حکومت جوړ او دغه راز د بشري او ښځینه حقونو د تامین او ترهګرو ډلو سره د مبارزې په اړه نړیوالو ته ضمانت ورنه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...