جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد نادر عالمي لور: د پلار تښتونه او وژنه کې مې ط...

د نادر عالمي لور: د پلار تښتونه او وژنه کې مې ط شریک دي

تاند:( شنبه، د عقرب نهه ویشتمه) په بلخ کې د رواني او عصبي ناروغیو د وژل شوي مشهور ډاکټر نادر عالمي لور منیژه اپرین عالمي وایي، چې د پلار په تښتونه او وژلو کې یې د طالبانو ځایي چارواکو لاس درلود.

نوموړې په یوه ټلویزوني مرکه کې وویل، چې د پلار تښتونکو یې دوه میاشتې وړاندې له دوی څخه ۸ لکه امریکایي ډالره غوښتل، خو په وروستیو کې دوی په ډېرو عذرونو او زارۍ په ۳ نیم لکه ډالره راضي کړل.

د هغې په خبره، دوی درې نیم لکه ډالره تښتونکو ته وهم سپارل، خو د دې باوجود یې پلار ور مړ او جسد یې ور ته واستوه.

د نادر عالمي لور دا هم وایي، چې د بلخ د یوه مشهور جهادي قومندان اختر ابراهیم خېل زامنو یې پلار تښتولی و.

منیژه اپرین زیاتوي، چې د طالبانو ځایي چارواکو ته یې بیا – بیا د مرستې غوښتلو لاس غځولی، خو نه یوازې لاسنیوی یې نه دی شوی؛ بلکې هغوی هم د تښتونکو ملګري وو.

د دې په وینا، پلار یې د طالبانو د جنګیالیو په جامو کې وسله والو تښتولی او د طالبانو بیرغ یې پر موټر ځړیدلی و.

 طالبانو د نوموړې د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د نادر عالمي مړی پرون وموندل شو او د توندو ولسي غبرګونونو سبب شو.

4 COMMENTS

  1. دری نیم لکه ډالره نغدی لری؟
    زیات امریکایان داسی روپی نلری او دشفاخانی یو رییس داسی بډایه دی؟ زما خو باند شک وسو چی شخصی دښمنی به لری.
    ایا هغه دامریکا په روانی شکنجو کی داخل وو؟
    طالبان باید تحقیق وکړی چه چا او ولی یی تښتولی او مړ کړی دی.

  2. د تالب وحشی ملاتړی ددې په ځای چی ددې لوی جرم غندنه وکړی د دری لاکه ډالرو په هکله پوښتنی راپورته کوی

    پداسی حال کی چی دډیرونو رو افغانانو اولادونه او خپل پردی کله چی تښتول شوی نو خپلوانو دوستانو او خواخوږو انسانانو ورسره همیشه مرسته کړی چی د تښتونکو د پیسو غوښتنی ومنی او تښتول شوی خپلوان ازاد کړی. پداسی حال کی چی خپله کورنیو يی د دومره پیسو د برابرولو هیڅکله توان نه درلود

    داسی یو ډاکتر چی کلونه کلونه يی انسانیت ته خدمت کړی د هغه د کورنۍ سره بی له شکه هر رښتینې افغان هر ډول مرستی ته چمتو دی او ددری لاکه ډالرو په ځای ورسره هر ډول نوره مرسته هم کولی شی

    تالبانو مخکی هم د پیسو لپاره د پردیو د غلامۍ تر څنګ په هر ډول قاچاق برۍ کی لاس درلود او همدارنګه په تیرو شلو کلونو کی يی د تښتونی قاچاقبرۍ او په زور د خلکو او سوداګرو نه باج اخستل ددوۍ دنده وه
    اوس چی تالبان لا نور هم مفلسان شوی نو په دا ډول ناروا کارونو کی چی په اسانۍ سره پیسی تر لاسه کولی شی لاس لری.

    دارواښاد ډاکتر صیب دکورنۍ ادعا چی تالبان پدی لوی جرم کی لاس لری هیڅوک نه شی ردکولی ځکه چی د تښتونکو په هکله يی پوره معلومات هم ورکړی او ددوۍ یوازینې هدف د خپل پلار راخلاصول و چی تښتونکو ته يی پیسی هم ور کړی وی او بل کوم سیاسی هدف يی نه درلود

    مونږ پوهیږو چی دا د ځمکی خدایان او دوحشت او تور جهالت پاکستانی جعلی ملا یکی په افغانانو هیڅ ډول زړه سوی نه لری خو افغانانو باندی دافرض ده چی ددوۍ د وحشتونو څخه پرده پورته کړی چی ددوۍ جنایتونه پټ پانی نه شی.

    زه د ارواښاد ډاکتر صیب په شهادت ددوۍ له کورنۍ سره پدی دروند غم او درد کی لکه د نورو رښتینو افغانانو په شان غم شریکی کوم او دالله تعالی نه ورته صبر جمیل غواړم او کورنۍ ته يی ددوۍ په جرات شاباسی ورکوم چی وحشی قاتلان يی افغانانو ته په کوته کړی دی.

  3. ” دری نیم لکه ډالره نغدی لری؟ ”

    Please try putting your IQ at work and subside side issues. The subject is not $350000 but an experienced MD is kidnapped and slaughtered !

  4. I wish the runaways had IQ. Why get emotional? MDs in Afghanistan are the worse, specially those who were collaborators. I asked to investigate who kidnapped him and why he was murdered. Try to understand.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب