پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+   له مکې تر مد ینې / استاد شهسوار سنګروال

   له مکې تر مد ینې / استاد شهسوار سنګروال

دويمه برخه         

د کورونا دناروغې له امله دیوشمېرتاریخي اومذهبي ځا یونولیدل ستونزمن سویدي،نوځکه چې مدینې ته ورسېدو،دتلېفون په لیکه مودا وړتیا اواسانتیا ترلاسه کړه،چې دما ښام له لما نځه وروسته دنبوي جومات هغې څنډې ته ځانونه ورسو،چې هلته به یې  په لومړي سرکې له اصحابوسره یوځاې لمونځ کاوو…

د اسلام پیغمبرډېر ځله په دغه مقام اوخپله اوجره کې له خپلویارانوسره لیدنه اوکتنه کوله… وایی یوه ورځ حضرت محمد (ص) په نبوي مسجد کې ناست وو،چې د یوچا احوال او پیغام یې ترلاسه کړاو داسلام لار ښود ته یې ویلي وو:

د اسلام پیغمبره ، ز ړه مې ډېر راته وایی چې ستا مبا رک حضور ته ر اشم،ځکه مور مې ډېره سبین سرې او ناروغه ده،ایله دهغې خدمت ته مې اوږه ورکړې ده… انحضرت ورته ځواب واستوه،همدا ډېره مو همه ده،چې دمور په چوپړکې یې !؟

یوه ورځ حضرت عمر(رض) دماښام لمانځه وروسته ولید ل،چې یوتن په جومات کې یوازې ناست دی نوپوښتنه یې وکړه،چې مساپریې؟ هغه ځواب ورکړ… هو! دویم خلیفه ورته وویل، دکوم ځاې یې؟ هغه ورته دخپل کلي نوم ووایه… خلیفه ورزیاته کړه، هلته داسلام دستر بیغمبریود وست وو،فلانی نومېد… مساپرور ته کړل،همغه زه یم !!

د نبوي جومات د تاریخي اومذهبي ځا یونو،له لیدلووروسته،دنوامبر په «۱۱»مې نېټې د« قبا » جومات ته لاړو،داهغه تاریخي جومات د ی،چې کله پېغمبرله مکې نه د لته راورسېد لومړی همدغه جوما ته څېرمه یې خپل اوښ چوک کړاوپه همدې ځاې کې لمونځ ادا کړ،نوځکه په مدینه کې دالومړی جومات بللی کېږي.

له دې وروسته دمدینې یوې بلې پراخې اوغوړېدلې سیمې ته لاړوچې د« وادي » پنوم نامتو وه ،دا یوه بله تاریخی سیمه وه چې د اسلام په تاریخ کې په وار وار یادونه شوېده هم ورغلو…دلته مو هم یولرغونی جومات تر ستر ګو سو،چې دمنارواسمان څکه دب دبه یې له ورایه ښکارېده اودا هغه جومات وو،چې حضرت محمد دلته لومړي خل لپا ره دجمعې لمونځ ادا کړی وو.

د اسلام په تاریخ کې د« اوحد » جګړه ډېره نامتو ده. دایوه غرنۍ سیمه ده ،چې ددې غره اوږدوالی ۶ نیم کیلومتره او لوړ والی یې۴ نیم کیلومتره کېږي … د لته دهغه برید پر وړاندې،چې له مکې نه بر یدګرراروان وو،چې مدینه وګواښي،اوه مورچلې مسلمانانوجوړې کړې وې،چې په لومړۍ مورچله کې داسلام پیغمبر، په دویمه مورچله کې سلمان فارسي،په درېیم مورچل کې ابوبکرصدیق ،چې ده ته څېرمه څلورم مورچل دحضرت عمر(ض) و ،د وۍ ته مخامخ په پنځم مورچل کې حضر ت عثمان  و .

په شپږمې مورچلې کې د بي بي فاطمې(رض) اوپه اووم مورچل کې دحضرت علي جنګیالي ځاې پر ځا ې شوي ول… اوس دغه سیمه د ۷ جوماتونوپه نوم يادېږي .

موږ دمخه دسلمان فارسي یادونه وکړه ،دنوموړي له تخلص نه څر ګندېږي،چې نوموړی له پارس نه عربستان ته راغلی و، دی یوسوداګر و… اود ی داسلام په پیغمبرهم ډېر ګران وو،خوله بده مرغه ایراني فا شستان وایي،چې ګنې ده عربي چوپانان …‌!؟ ولې حقیقت داد ی، چې د ه داسلام پیغمبر نه ډېر څه زده کړل،د ه داسلام دین ومانه، چې له دینه دمخه لکه ټول پارسیان چې زرتشت ول دی هم و، خو دی داسلام په پیغمبر دهغې پوهې له مخې چې خداې پاک ورکړې وه ډېرګران و…ان دومر ه هغه نښه چې سلمان فارسي داوحد په جګړه کې په شا کې درلوده نو بیغمبر به چې ولید په هغه ځاې ښکلوواو دخپلو اصحابوپه کتار کې ودرو.

 د اوحد دغره  په څنګ کې د غېشودغونډۍ پنوم یوموهم ځاې د ی ،چې تر مینځ یې ۷۲ تنه شهیدان شول،چې په دې کې امیر حمزه،عبدالله بن جهش اومحثب بن اومېر،چې دغه  په درې قبرونو کې ښخ دي او دلته چې کوم جومات ودان د ی دشهیدانوپه نوم نا متو دی … موږ هلته د قبله تین تاریخي  اونامتوجومات هم ولېد چې داسلام په تا ریخ او قرانکریم کې یې دجبراییل دوهې یا دونه شوې ده.

په دې سبا د نوامبر په ۱۲مه دمدینې منورې کتابتون ته لاړو،چې دنبوی جومات په دویم پوړ کې ودان د ی‌… په دې کتابتون کې زرګونه تاریخي، دیني، ادبي اوراز رازکتابونه شتون لري …ما کوشش کا و،چې دنوم ورکي تاریخپوه نامتو کتاب حدودالعالم که خداې راپېښ کړي تر لاسه کړم اوپه همدې ترڅ کې مې ډېرګټور کتابونه،چې تر ډېره بریده په عربي اوانګلیسي ژبې لیکل شوي ول تر سترګو شول.

دا کتابونه نه یوازې د عربستان یا خلیجو هیوادونوپورې اړوند وو ،بلکې دپنځووچوهېوادونو په اړه ګټوراو په زړه پورې کتابونه ول، چې ګټورمعلومات په بېلا بېلو بر خوکې دیادولو وړ دي.

 د بیلګې په توګه مې دابن خلدون کتاب ولید،چې هم بېلا بېلوټوکونوکې خپور شوی واوهم په یوه ټوک کې ،چې دچا خبره ټوله کتابخانه پرې ښکلې برېښېده .

په همدې ورځ دمازدیګر څلور بجې دمدېنې نندار تون ته لاړو،که څه هم ټکت یې ډېر ګران وو، خو بیا هم په لیدلو یې دسړي تنده ماتېده … دغه نندارتون دنبوي جومات لوید یځ ته جوخت پروت دی اوډېرتوکي يې داسلام پیغمبرله زوکړې راواخله دهعه دژوند له بېلابېلواړخونوسره تړاولري .

لومړی موپه ویترین کې دموسی(ع) ،هارون،داود،سلیمان اوورپسې مودعیسی (ع) په اړه معلومات ترلاسه کړل …

خودنندارتون غوښنه برخه داسلام پېغمبرکړو وړوته ځانګړې شوې ده اودیوه ځوان له خوا ،چې په روانه انګلېسي زبه یې خبرې کولی شوې موږ ته معلومات راکړل …

څرنګه چې د نند ارتون ټول بهیرانځوریز وواونند ارچیانو ته اجازه نه وه،چې انځورونه واخلي،نوځکه خوپه وینا اولیکنې دنندار تون جاج نشو اخستی …!؟ ولې بیاهم لیدلې په زړه پورې وو.

موږچې د مازدیګر۴ بجې نندار تون انګړته ننوتو نږدې یوساعت کې مو یودبل پسې دنندار تون پانې واړولې اومېړنی هغه څوک و،چې له ځان سره یادښت لیکلی وی … ما یوڅه ګوډو مات يادښت له انځورونواو وینا وال څخه ترلاسه کړ،چې په نیمکښه بڼه مې تاسې درنو دوستانو ته ډالۍ کړ.

په ټوله کې عربان داسلام دپېغمبرحضرت محمد له پېغمبرې دمخه تر دېره بریده ګڼ وګړي یې،چې ما لداره ول په ډېرو ناوړه کړو وړوروږ دي وو… وحشیان ول لورګانې ژوندۍ ښخولې، دهمدې مکې په خونه کې بوتان وواو دهغو لمانځنه یې کوله ، په قیمار روږ دي ول… او له بده مرغه اوس هم شتمن عر ب لویدیځو هېوادونو ته دقیمار ،عیاشۍ اوبېباکۍ لپاره ځي.

د حیرانتیا خبر ه خو داده ،چې دمکې معظمې شاو خوا دماڼېیوبرجونه یې دومره هسک کړي دی ، چې پخوابه مکه له لرې ښکارېده ولې اوس له یوې خوا خوپخپله دمکې جغرافېیه دغرونو په کلا کې راحساره ده اوله بلې خو شتمنو عربود خپلودنګو ماڼېیواو بلډنګونو کلا ګا نې ترې را تاوې کړي دي.

 له دې څخه داسې برېښي لکه څومره چې موږ ته اودنړۍ یوشمېر نورومسلمانانو ته مکه، مدینه اونور سپېڅلي ځایونه مقدس دي… چې موږپیسې په پور اخلواوحج کوو، ولې ددوۍ دکړو وړو له عیاشۍ اوبېبا کۍ نه څرګندېږي ،چې ډېر ژمن نه دي.

پوښتنه پېدا کېږي،چې څر نګه د اسلام پېغمبرپه ۲۳ کالو کې دلږوشتواولږو امکا ناتو له مخې : یثرب ونېو، دبدر جګړه یې وګټله ،دخندق په جګړه کې چې دلس زره جنګیالېیوله خوا مد ینه کلا بنده وه او دقریشوجنګیالېیو مشري ابو سفیان کوله اوغوښته یې چې دلږکېیو مسلمانانوخټکی له بېخه وباسي، ولې بیا هم مدینه وژغورل شوه …د حدیبې سوله یو بل پر مختګ وو، دشل زره خیبریانوپروړ اندې مقاومت ، دلیکونو استول ،د مکې فتح او مو همه خبره د اچې د روم دټولواکمنۍ اوساسا ني حکومت دجنګیا لېیو شمېر له ټولو مسلمانانودښځو اونروله شمېر نه ډېر وو، ولې بیاهم بری درښتینومسلمانان وو…

ولې اوس د اسې نه ده ؟ چې یووړوکی اسراییلي هیواد ټول عربان په مخه کړي دي،په فلسطین یې رڼا ورځ توره شپه کړې ده ، هره ورځ یې دځوانانوجنازې په لیکه دي،ولې دوۍ دعیاشۍ اوبېبا کۍ په نېشوکې ډوب دي …

دنړۍ مسلمانان له ولږې مري اودوۍ په داخل اوخارج کې چکرونه وهي.

یوه تاریخي کیسه را یاده سوه، یومهال دعربستان مشرشاه عبد العزېزابن سعود و،چې د اوسني عربستان بنسټګر ګڼلی کېږي . ده چې۱۷ مېرمنې او۴۱اولا دونه درلودل ،په لړ کې  خپل یو زوی فیصل یې دزده کړې لپاره تر کیې هېواد ته واستوه اوبیا یې دیوه شتمن سړي لور سره واده وکړ،چې اوس یې زوې ترکي الفیصل نومېږي او په ۱۹۴۵ زکال زېږېدلی دی.

د هغه له زو کړې یوه ورځ وروسته شاه عبدالعزیزابن سعود امریکې ته سفر وکړاوکله چې دامریکې ولسمشر ر وز وېلټ ده ته بلنه ورکړه،نو دی نه یوازې د۱۷ مېرمنورمه له ځان سره روانه کړه ،بلکې د« خسي » پسونویوه لویه  رمه هم په سلطنطی بېړۍ کې ،چې لسګوني شهزاد ګان،درباریان اوبا ډیګارډان ور سره مل ول مخ په امریکا وخوځوله ،چې دبېړۍ په تمځاې کې و رته زرګونه امریکا یان سیل اونندارې ته راغلي ول …

درنو دوستانو! داوعربستان ته زما دسفر نچوړاو لنډیز ،چې تا سو د رنو دوستانو ته مې په مخکې کېښود  په دې هیله چې تاسوته په ز ړه يورې وي . پاې

3 COMMENTS

  1. شهسوار صاحب سلامونه
    یو سوال راته پیدا شو را ته ځواب یی که:
    ۱. آیا تاسو د حج او زیارت په تیت سفر کړی؟ ، که داسی وی نو مکی او مدینی ته هغه خلک ځي چی ډیر ی ګناوی یی کړی هلته ځی چی معاف شی او که دثواب په نیت تللی یی نو تاسو عالم شخص یاست په حج اکبر پوهیږی نو دغه مصرف اوپيسی به دی دافغانستان اوپه تیره دلغمان بیچاره خلکو ته ورکړی و پرون هم یو ځوان کوټ ولسوالی کی له لوږی او دکورنی فقر له لاسه ځان مړ که. بله خبره داده دشینوارو هلمند او کندهار د کوکنارو تجاران ځکه مکی ته ځی چی تربورسره یی سیالی برابره شی چی تربور یی تلی نو دی باید دوه ځله لاړشی ایا تا هم چا سره سیالی کړی؟ که مطلب دی د بزرګانو ارواح ته دعا وه نو هند کی به د ابراهیم لودی قبر ته یا کندهار کی به دمیرویس بابا او احمد شابابا زیارتونو ته ورغلی وی دوی تر هر عرب پاک او سچه مسلمان او پرموږ حقدار دی. دا موضوع د یو ملی بااحساسه پوه شخص په توګه تحلیلوو زه وایم راځئ چی او ل توجه دی ته واړوو چی الله (ج) په څه خوشحالیږی بیا د خپلو خلکو غم وخورو بیا خپل غریب خلک هیر نکو ورسره مرسته وکړو سخاوت د خدای په نزد ډیر لوی ثواب لری درناوی چی خپه نشی

  2. سنګروال صاحب د دې ترڅنګ چې تاسوته د عمرې حج د ادا کولو مبارکي وایم ، طاعتونه او عبادتونه مو مبارک شه . تاسو هرځای خپل دین د خپل ولس پروړاندې اداکړی دی. د دې خواږه اوپه زړه پورې سفر معلومات او تجربې مو له خپلو هېوادوالو سره شریکې کړي دي .
    تاسو ته اوږد عمر ، خوشحاله ژوند اوسلامتي غواړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب