چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د قطر لخوا د امريکا د ګټو دیپلوماتیک استازیتوب...

په افغانستان کې د قطر لخوا د امريکا د ګټو دیپلوماتیک استازیتوب ته د شنونکو او ط غبرګونونه

تاند:( دوشنبه، د عقرب څلور ویشتمه) يو شمېر شنونکي او طالبان د قطر لخوا په افغانستان کې د امريکا د ګټو د تامینولو لپاره پخپل سفارت کې د امريکا د ګټو د تامینولو لپاره د څانګې پرانيستو ته بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.

 

پخوانی افغان ديپلومات او د پوهنتون استاد احمد سعيدي وايي، چې د بین الدول د اصولو له مخې قطر ته د افغانستان او امريکا د اړيکو د ارتباطي رول ورکول، د دغو اصولو نقض دی.

 

د هغه په وينا، دا رول معمولا د دوو لوریو د ترینګلو اړیکو په صورت کې يو درېيم بې طرفه لورې تر سره کوي، خو قطر د افغانستان په قضیه کې بې طرفه نه دی.

 

د سعيدي په خبره، قطر په خپله خاوره کې امريکا متحده ايالاتو ته دوه پوځي اډې ورکړي، چې تر ۱۰ زرو پورې امریکايي سرتیري پکې مېشت دي.

 

احمد سعيدي دا هم وويل، چې په ايران کې د امريکا

دپلوماتیک استازيتوب سويس کوي، چې د قطر برعکس بې طرفه هېواد دی.

 

د ملي امنيت شورا دفتر پخوانی سلاکار داود ناجي وايي، چې قطر د طالبانو او امريکا ترمنځ د اړيکو په همغږۍ کې له پاکستان څخه سيالي ګټلې، چې دا ښه کار شوی.

 

افغان ليکوال سنجر سهيل بيا وايي، دې ته په کتو سره چې قطر د ترهګرۍ په ملاتړ او د بشري حقونو په نقض تورن دی، تمه نه کيږي چې دغه هېواد به په افغانستان کې د بشري حقونو د تامين او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له نوي رول څخه سمه ګټه واخلي.

 

د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ بيا قطر ته د امریکا د ديپلوماتيک استازيتوب سپارل ښه ګام ګڼي او وایي دا له امریکا سره د اړيکو په ښه کیدو کې ښه پرمختګ دی.

 

احمد سعيدي بيا باور لري، چې امريکا په دې ګام سره وښوده چې تر اوږدې مودې به طالبان په رسميت ونه پيژني.

 

نوموړی د دغه بدلون ګټه تر ډېره د امريکا په تله کې ويني او وايي طالبانو ته يې کوم خير نه رسيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب