دوشنبه, مې 13, 2024
Home+د کم خوب او د زړه د ناروغۍ ارتباط

د کم خوب او د زړه د ناروغۍ ارتباط

تاند- په امریکا کې د څېړنو له مخې هغه کسان چې په یوې شپې ورځې کې له اوو ساعتونو لږ یا ډیر خوب کوي ممکن د زړه په ناروغیو اخته شي.

د امریکا د ویرجینا ایالت د طب په پوهنتون کې چې کوم تحقیق شوی دی او د جولای په ۳۱ خپور شوی دی، پکې ویل شوې دي چې هغه کسان چې تر پنځو ساعتونو لږ خوب په څلوریشت ساعتونو کې کوي ممکن دماغي سکته وکړي یا یې زړه ودریږي.

د څېړنې له مخې هغه کسان چې نهه ساعته خوب کوي یا تر دې ډیر ویدیږي تر هغو چې اووه ساعته ویدیږي د زړه په ناروغیو ډیر اخته کیږي.

کوم کسان چې عمرونه یې تر شپیتو لږ دي او پنځه ساعته ویدیږي ډیر د زړه په ناروغیو اخته کیدای شي.

مخکنیو څیړنو څرګنده کړې وه چې لږ خوب ذهني تمرکز خرابوي خو په نوې څیړنې کې پر زړه د خوب د ډیروالي او لږ والي دقیق علتونه نه دې څرګند شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب