Homeخبرونهد افغانستان په اړه غونډه؛ هند کومه اجنډا تعقیبوي؟

د افغانستان په اړه غونډه؛ هند کومه اجنډا تعقیبوي؟

تاند:( چار شنبه، د عقرب نولسمه) د هندوستان پلازمېنه نوې ډیلي نن د افغانستان په اړه له پاکستان او چین پرته د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د حضوري غونډې کوربه توب کوي.

په دې غونډه کې پاکستان او چین له ګډون څخه ډډه کړې ده. پاکستاني چارواکو ویلي، چې هندوستان د افغانستان د ثبات خنډ و، ځکه خو یې د سولې او ثبات په اړه غونډې ته نه ورځي.

چینایي چارواکو بیا په غونډه کې د نه ګډون دلیل تخنیکي او نورې ستونزې ښودلي دي.

هندي رسنیو ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو زیاتیدل، له افغانستان سره د بشري مرستو همغږي کول او د افغانستان اوسني حکومت سره د سیمه ییزو هېوادونو د اندیښنو او غوښتنو توحیدول او شریکول د نننۍ غونډې عمده موخې دي.

ایران، قزاقستان، قرغیزستان، روسیه، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان د دې غونډې مېلمانه دي او د ملي امنیت سلاکارانو په کچه استازي یې ور لیږلي دي.

د یو شمېر دغو هېوادونو استازي پرون هندوستان ته رسیدلي او د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار آجیب دوال سره یې لیدنې کتنې لرلي دي.

افغان شنونکی احمد سعیدي وړاندوینه کوي، چې که پاکستان له نورو سیمه ییزو هېوادونو سره د افغان طالبانو د مثبت تعامل خنډ شي او افغانستان د خپلو ګټو لپاره وکاروي، په سیمه کې ورسره مخالف هېوادونه به د هندوستان په محوریت طالب ضده جبهه پرانیزي.

د سعیدي په باور، امریکا متحده ایالات هم په وروستیو کې هندوستان سره ډېر نیږدې شوي او که د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ اړیکې ونه رغیږي، ډېر امکان یې شته چې متحده ایالات د هند په محوریت تاجیکستان، ایران او د سیمې یو شمېر نور هېوادونه د طالب ضد بلاک د غړو په توګه د پردې شاته حمایه او د پاکستان او طالبانو خلاف اقدامات همغږي کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په هندوستان کې د دې غونډې ترسره کیدل د ښه نیت له کبله ګڼلي او ویلي، چې دوی په دې غونډه کې د نه بللو باوجود هیله لري چې دغه غونډه به د افغانستان لپاره ښې پایلې ولري.

1 COMMENT

  1. دا د پاکستان منافقت او شیطانت دی، چې دغې غونډه کې برخه نه اخلي، او هر افغان په دې حقیقت خبر دی، چې د افغانستان اوسنی دښمن پاکستان دی، او تل یې د افغانانو سوله، یووالی او پرمختګ د خنډ سر مخ کړي، او تل یې د افغانانو کور ته اور راوړی دی.
    په داسې یو حساسه شیبه کې پاکستان طالبانو ته بلنه ورکوي، او هلته به داسې څه کوي چې د افغانستان په ګټه به نه وي. پکار وه چې طالبانو د دې غوندې تر پایه د زغم څخه کاراخیستی وی، بیا په عین وخت کې پاکستان ورپسې ورځ د یوې بلې غونډې د کوربتوب اعلان کوي، یقینا چې پاکستان طالبان د خپل د لاس آلو په شان کاروي، او د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په توګه ترې نه کار اخلي، تر څو افغانستان ښه وشرموي، او کریډیت دوی واخلي او شومو موخو ته ځان ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...