سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهامریکا له تاجکستانه بندي افغان پېلوټان باسي

امریکا له تاجکستانه بندي افغان پېلوټان باسي

تاند (دوشنبه، د عقرب ۱۹ مه) د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون پرون / سې شنبې/ تایید کړه چې د بایډن حکومت په دې غور کوي چې له تاجکستان څخه تر ۱۵۰ ډېر افغان پېلوټان او تخنیکي عمله وباسي.

دا کسان د طالبانو له لوري د کابل له نیول کېدو وروسته تاجکستان ته تللي او هلته په خورا بد حالت کې اوسي. دوی په ځلونو له امریکا غوښتي چې له تاجکستانه یې وباسي.

د پینتاګون د مطبوعاتي دفتر ريیس جان کربي خبریالانو ته وویل، په تاجکستان کې د امریکا سفارت د پیلوټانو په شمول د شاوخوا ۱۹۱ تنو د ایستلو د پروسې د چټکولو هڅه کوي.

ده زیاته کړه: «موږ تمه لرو چې دوی به ژر له تاجکستان څخه په الوتکه کې وایستل شي خو موږ دا واک نه لرو چې د هغو د ایستلو دقیق وخت وټاکو.»

اکثره افغان پېلوټان امریکایانو روزلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، افغان پېلوټان تاجکستان ته له رسېدو وروسته یوه ورځ دې ته منتظر ول چې امریکا به یې بل هیواد ته وباسي خو وروسته تاجک ځواکونو توقیف کړل او یوې غرنۍ او کلیوالې سیمې ته بېولل.

ځینې نور افغان پېلوټان چې ازبکستان ته تللي وو، ډېر مخکې د امریکا له لوري متحده عربي اماراتو ته ولېږدول شول.

1 COMMENT

  1. د افغانستان د ملی پوځ ټول منسوبین زموږ وړونه او د یوې موری بچان یو خو د بده مرغه چی زموږ دا وړونه ډیر ژیړبخته قشر دئ، د نورو ځپل سوو قشرونو په ګډون د پوځ منسوبین هغه کسان دی چی نه له ځانو راضی وه او نه وولس ترې راضی ؤ او نه دوی له وولس څخه راضی وه دا ځکه چی:
    د یوې پېړۍ په اوږدو کی د وسله وال پوځ د آشپزخانې یا پخلنځۍ د قراوانې ( لوښی او خوړو ) د څرنګوالی سرنوشت د درو خائنو او جفاکارو اربانانو ( انګریز، شوروی او ناټو ) په ولکه کی ؤ او دې ظالمانو د قراوانې ټول محتویات په خطرناکو موادو لړلی او د خوړونکو ( وسله وال پوځ فکری او جسمانی وجود ئې مسموم کړئ او بالآخره فلج کړئ دی ( چی ددې خیانتونو اصلی قربانیان وولس دی البته وسله وال پوځ هم د وولس یوه برخه ده ).
    امّا
    د نن ورځی د پوځی وضعیت یعنی د پوځ ماهیت په هکله تشویش هم د پرون تر تشویش په کمه نه دئ، نن ورځ اصلاً معلومه نه ده چی د پوځ منسوبین او پرسونل څوک دی او چیرته زېږېدلی او چیرته روزل سوی دی او دنده ئې څه ده خو دومره ښکاری چی اوسنی پوځ به یو خطرناک او ایډیولوژیک او د انګریزی استعمار د ګټو یو ساتونکئ پوځ وی . که د نړیوالو قدرتونو د لوبو ګراف یو حساس ټکی ته ورسیږی نو ممکن دا اوسنی پوځ د عمومی ویرانۍ د پراخوالی سره هم مرسته وکړی.
    زه په وړوکتون کی وم او مکتب ته تګ می لا نه ؤ پیل کړئ چی پدې عقیده وم:
    افغانستان غوندی هیواد اصلاً ملی پوځ ته نه اړتیا درلوده او نه ئې لری او نه به ئې ولری.
    د ملی پوځ د نه شتون ناکامۍ او ماتی د شتون تر ناکامیو او ماتو ځوروونکی نه وی او نه دی او نه وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب