سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهايران د افغانستان سلګونه متره نوره خاوره لاندې کړي او تاسيسات پکې...

ايران د افغانستان سلګونه متره نوره خاوره لاندې کړي او تاسيسات پکې جوړوي

تاند:( چار شنبه، د عقرب نولسمه) د افغانستان له لويديځ ولايت هرات څخه راپورونه وايي، چې ایران د دې ولايت اړوند په کهسان ولسوالۍ کې د افغانستان سلګونه متره خاوره لاندې کړې او امنيتي تاسيسات پکې جوړوي.

پیک خبري اژانس په يوه راپور کې، د دغو تاسيساتو د جوړیدو ويډيو هم خپره کړې، چې ځايي خلکو پکې ايران د افغان خاورې په لاندې کولو تورن کړی دی.

‏ایراني او طالب چارواکو د دغه راپور په اړه څه نه دي ويلي.

د ایران او پاکستان تر څنګ د افغانستان ډېر ګاونډيان وخت په وخت تورن شوي، چې له افغانستان سره پر ګډه پوله يې افغان خاوره، هغه هم ډېر ځله د ځايي او نورو چارواکو په همکارۍ لاندې کړې ده.

طالبان د پاکستان او نورو سيمه ييزو هېوادونو تر څنګ له ایران سره هم نيږدې اړيکې لري او د تېر جمهوري نظام پر ضد د جګړې پر مهال يې پوځي او مالي مرستې ورڅخه تر لاسه کولې.

پخوا د داسې راپورونو له خپرېدو وروسته، که به چارواکي چوپ هم پاتې کیدل، خلکو د اساسي قانون له موجوديت او په اساس يې له خپلو اساسي حقونو او ازادۍ څخه په استفادې لاریونونه او نور اعتراضونه کول.

د طالبانو له واکمنیدو سره، افغانستان د نورو بې سرنوشتيو تر څنګ د قانون له خلا سره هم مخامخ دی او خلک يا رسنۍ د داسې موضوعاتو د جدي او ښکاره بحث کولو حق نه لري.

2 COMMENTS

  1. بالاخره باید هر بخش افغانستان جز کشورهای دیگری شود اگر چه تلخ است . جز این راهی نیست . در این صد سال نتوانستیم بین خود آشتی باشیم مردم بسیار به عذاب است دیگر برق برایشان نمیکند

  2. کله چی د شاحسین صفوی زوی طهماسب له شاه محمود هوتکي مازندارن ته وتښتید نو روسانو او ترکانو ته یې وویل چې افغانان له ایرانه راسره وباسه د مازندران ولایت به روس او کردستان به ترکیې ته وبخښي.اوس هم شاید همړاسی وعدی شوي وي، پاکستان خو دیوال هم تری تاو کړ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب