سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو کميسيون مشره: ط د بيساري فقر په اړه بې...

د بشري حقونو کميسيون مشره: ط د بيساري فقر په اړه بې پروګرامه او بې تفاوته دي

تاند:( چار شنبه، د عقرب نولسمه) افغانستان د جمهوري نظام د بشري حقونو د خپلواک کميسيون رئيسې شهرزاد اکبر په افغانستان کې د بيساري فقر د شدت پر وړاندې طالب چارواکي په بې تفاوتۍ او بې پروګرامۍ تورن کړي دي.

نوموړې ويلي، چې دغه فقر له میلیونه افغان ښځو، ماشومانو او نارینه وو څخه د شرافت مندانه ژوند امکان اخيستی دی.

شهرزاډ اکبر زياتوي، چې دوی د دغه وضعيت د مقابلې لپاره نړيوالو مرستو ته لابي کوي، خو ستونزه دا ده چې طالبان د بشري ناورين د مقابلې لپاره کوم پروګرام او نړيوالو سره د تعامل چمتووالی نه لري.

د بشري حقونو د خپلواک کميسيون رئيسې ویلي، چې په دې تعامل کې بايد طالبان وښيي، چې د ښځو، اقلیتونو، ماشومانو د حقونو، د شکنجې د ختمولو، بیان ازادۍ او نورو نړيوالو ارزښتونو د عملي کولو لپاره څومره نرمښت څرګندوي؟

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په یوه تازه مرکه کې د فقر وضعيت د حل وړ ګڼلی او له مشخصو او قانع کوونکو جزییاتو پرته ویلي، چې طالبان به دې اړه پروګرام لري او کوم خاص تشويش نشته.

پرون په کابل کې د اندرا ګاندي د ماشومانو روغتون کارکوونکو وويل ، په وروستیو دوو میاشتو کې د خوارځواکۍ له کبله ۲۵ ماشومان مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو نړيوال خوراکي پروګرام، د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې حاکمه او اوج ته رسېدلې لوږه د ځمکې پر مخ تر ټولو بد ترین ناورين ګڼلی دی.

د نړیوالو بشري ادارو د وړاندوینو له مخې، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک چې له نیمایي څخه زیات نفوس جوړوي، د خوراک ډوډۍ نه لري او ۳ میلیونه له ۵ کلنۍ څخه لږ عمر لرونکي ماشومان د مرګ له بالقوه خطر سره لاس و ګرېوان دي.

1 COMMENT

  1. د تالبانو بی تفاوتی د افغانانو د فقر، بی وزلۍ او دلوږی له لاسه د ماشومانو د مړینی په وړاندی کو مه نوی او د حیرانتیا خبره نه ده.

    تالبانو واک ته د رسیدو لپاره په زرګونو بی ګناه افغانان چی ماشومان، ښځی او بی دفاع وګړی پکی شامل و په بمونو الو زولی او په ډلیزه توګه يی بی ګناه انسانان له تیغه تیر کړی دی.

    د افغانانو د لوږی او فقر له لاسه ژوند له لاسه ورکول او یا کوچنۍ لوڼه پلورل ددوۍ لپاره هیڅ ډول ستونزه نه شی پیښولې. ځکه چی ضمیر چی مړ شی نو بیا هیڅ ستونځه ورته نه پیداکیږی.
    ایا تاسو تر اوسه پوری په کوم تالب چارواکی کی د سوی تغزی کومی نښی نښانی لیدلی؟ بلکه بر عکس خیټی يی تر سپږمو را پړسیدلی او نور هم ورځ په ورځ ددې بی تفاوتۍ او بی همتۍ له لاسه پړسیږی.
    افغان ولس د اوسنی بحران سره د مقابلی لپاره د تالبی نظام نه هیڅ امید ونکړی ځکه چی ددوۍ ضمیرونه مړه او مسخه شوی دی او د افغان د ننګ غیرت او د افغانی ارښتونو په ړنګولو او پردۍ مزدورۍ کی شپه او ورځ اخته دی او هیڅکه له دی نه وزګاریږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب