Homeخبرونهپاکستان سبا د افغانستان په اړه د مهمې غونډې کوربه دی

پاکستان سبا د افغانستان په اړه د مهمې غونډې کوربه دی

تاند:( دوشنبه، د عقرب اوولسمه) ټاکل شوې، چې سبا د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د متحده ایالاتو، روسیې او چین په ګډون د افغانستان په اړه د ترویکا لړۍ د غونډې کوربه وي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر به د یادې غونډې مشري وکړي.

معلومه نه ده، چې په دې غونډه کې د نورو هېوادونو په کومه کچه استازي ګډون کوي، خو ډېره تمه دا ده چې د افغانستان په اړه به د یادو هېوادونو استازي د غونډې غړي وي.

تمه کیږي، چې د غونډې ګډونوال به وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم وویني.

د ترویکا غونډې د اجنډا په اړه ډېر جزییات نه دي رسنیز شوي.

امیرخان متقي نن په یوه سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته د یوه لوړپوړي طالب پلاوي په مشرۍ سفر پيلوي.

د دې سفر موخه له پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزو اقتصادي، سوداګریزو اړیکو او دغه راز د افغان کډوالو د ستونزو او پاکستان ته د افغان مسافرو د ورتلو په خنډونو خبرې ښودل شوي.

پاکستاني چارواکو نن ویلي، چې افغانستان ته د صادریدونکو توکیو مالیه یې بښلې او هڅه کوي، چې د افغانستان د بشري ناورین د مقابلې لپاره د نړیوالو مرستې هم جلب کړي.

دغه هېواد په وروستیو کې د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي دي.

امریکا متحده ایالاتو هم په دې برخه کې نرمي ښودلې او تمه کیږي، چې طالبان او نړیواله ټولنه به د اړیکو د ښه کیدو لپاره سره نیږدې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...