یکشنبه, مې 12, 2024
Home+میرویس اشرف د کرکټ بورډ عمومي رييس شو

میرویس اشرف د کرکټ بورډ عمومي رييس شو

تاند(شنبه، د عقرب ۱۵مه) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی میرویس اشرف د کرکټ بورډ د نوي رييس په توګه وټاکل شو.

اشرف په داسې حال کې د کرکټ بورډ ريیس وټاکل شو چې د افغانستان لوبډله په نړیوال شل اوره جام کې په سیالیو بوخته ده.

میرویس اشرف په وروستیو کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د غوراوي د کمېټې ريیس ګومارل شوی و.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته فضلي د کرکټ بورډ عمومي رييس وټاکل شو.

د افغانستان په کرکټ بورډ کې ټاکنې او تبدیلۍ تر بل هر بورډ زیاتې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د سختدریځو پالیسیو له کبله د کرکټ په نړیواله شورا کې د افغانستان د کرکټ راتلونکې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ ده.

د دې شورا مسوولان وايي، که یې په نړیوال شل اوره جام کې د افغانستان د ټیم د ګډون پرېکړه مخکې تر مخکې نه وای کړې، ښايي دې ټیم ته یې په دې سیالیو کې د ګډون اجازه نه وای ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب