جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهط وايي، کابو ۲۰۰ کسان یې له خپلو لیکو ایستلي

ط وايي، کابو ۲۰۰ کسان یې له خپلو لیکو ایستلي

تاند(شنبه، د عقرب ۱۵مه) طالبانو شاوخوا ۲۰۰ کسان، چې د دوی په وینا د طالب په نامه یې له خپل واکه ناوړه استفاده کوله، له خپلو لیکو ایستلي دي.

د طالبانو له لوري له خپلو لیکو د ناسالمو کسانو د ایستلو د ځانګړي کمیسیون سرچینو سپوتینک خبري اژانس ته ویلي چې شاوخوا ۲۰۰ مشکوک کسان ایستل شوي او دا پروسه لا هم دوام لري.

پرون الجزیرې تلویزیون په یوه راپور کې د طالبانو د مشر په قول ویلي و چې نوموړی د طالبانو په لیکو کې د مخالفو جګړه مارو د ننوتو له درکه اندېښمن دی.

د الجزيرې ټلويزيون په راپور کې راغلي، چې هیبت الله ته منسوب يو غږيز پيغام د طالب جنګياليو لخوا لاس په لاس کیږي او هغه پکې په دې اړه خپله ژوره انديښنه څرګنده کړې ده.

ويل شوي، چې په دې غږيږ پيغام کې هغه کس، چې ملا هیبت الله ګڼل کېږي، طالب جنګياليو ته خبرداری ورکړی، چې خپلو لیکو ته متوجه وي، ځکه نا څرګند وسله وال يې لیکو ته ګډ شوي او د دوی د اصولو خلاف کارونه کوي.

نوموړي نه ده روښانه کړې، چې دا وسله وال څوک دي ، څنګه د طالب جنګياليو لیکو ته ننوتي او د طالبانو د اصولو خلاف په کومو چارو لاس پورې کوي؟

په وروستيو کې د طالبانو لیکو کې د داعش ډلې د وسله والو د ور ګډیدو خبرونه زيات شوي.

د اکتوبر په ۱۳ مه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی قاري سعید خوستي ویلي و چې د دوی موقت حکومت به یو کمیسیون وګوماري چې فاسد او بېکاره عناصر له خپلو لیکو وباسي.

دا کمیسیون د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او دغه راز د ملي امنیت د ریاست له مسوولانو جوړ شوی دی.

خوستي دغه راز ویلي و چې کمیسیون به هغه ټول کسان وباسي چې د کورنیو اړیکو پر اساس د طالبانو لیکو ته داخل شوي. همداراز به جنایتکاران، هغه کسان چې بده سابقه لري او یا هغه کسان چې په ولس کې ښه نوم نه لري، د طالبانو له لیکو ایستل کېږي.

د کمیسیون د سرچینې پر اساس، دوه سوه تنه ایستل شویو کسانو له د طالبانو له نومه د شخصي ګټو لپاره کار اخیستی و.

ملا هیبت الله د ط لیکو کې د مخالفو جنګياليو حضور وارخطا کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب