دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهملا هیبت الله د ط لیکو کې د مخالفو جنګياليو حضور وارخطا...

ملا هیبت الله د ط لیکو کې د مخالفو جنګياليو حضور وارخطا کړی

تاند:( جمعه، د عقرب څوارلسمه) د طالبانو عمومي مشر ملا هیبت الله اخوند زاده، چې دا ډله یې امیر المؤمنین ګڼي او د مرګ او ژوند په اړه يې ضد و نقيض راپورونه دي، اوس یې د طالبانو لیکو ته د مخالفو جنګياليو د ننوتو په اړه جدي اندیښنه ښودلې ده.

د الجزيرې ټلويزيون په راپور کې راغلي، چې هیبت الله ته منسوب يو غږيز پيغام د طالب جنګياليو لخوا لاس په لاس کیږي او هغه پکې په دې اړه خپله ژوره انديښنه څرګنده کړې ده.

ويل شوي، چې په دې غږيږ پيغام کې هغه کس، چې ملا هیبت الله ګڼل کېږي، طالب جنګياليو ته خبرداری ورکړی، چې خپلو لیکو ته متوجه وي، ځکه نا څرګند وسله وال يې لیکو ته ګډ شوي او د دوی د اصولو خلاف کارونه کوي.

نوموړي نه ده روښانه کړې، چې دا وسله وال څوک دي ، څنګه د طالب جنګياليو لیکو ته ننوتي او د طالبانو د اصولو خلاف په کومو چارو لاس پورې کوي؟

په وروستيو کې د طالبانو لیکو کې د داعش ډلې د وسله والو د ور ګډیدو خبرونه زيات شوي.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل څه موده مخکې وويل، چې داعش ډله به د طالبانو له منځه خپل بيرغونه پورته او د دوی په وسلو او تجهيزاتو د طالبانو خلاف يوه ډېره خونړۍ جګړه پيل کړي.

طالبانو بيا ظاهرا داعش ډله یوه مزاحمتي ډله ګڼلې، خو د ګواښ په سترګه يې نه دي ورته کتلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان له مختلفو سيمو، په خاص ډول له ننګرهار ولايت څخه د داعش ډلې د ورځ تر بلې زیاتیدونکو فعاليتونو خبرونه ورکول کېږي.

دغې ډلې دا تېره اونۍ د کابل ښار په زړه او ديپلوماتيکه سيمه ( وزير اکبرخان) کې د افغانستان په تر ټولو ستر خلور سوه بستریز پوځي روغتون برید وکړ، چې د څو ساعته جګړې پر مهال يې ارګ ته د لومړي ننوتي طالب قومندان مولوي حمدالله مخلص په ګډون لسګونه طالبانو او يو شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.

حمدالله مخلص د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د دوی د مرکزي قول اردو قوماندان او د حقاني شبکې د یوې خطرناکې ډلې ( بدری قطعې) مشر و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب