یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهترکیه وايي، په افغانستان کې یې د نجونو ۱۰ ښوونځي بیا پرانیستي...

ترکیه وايي، په افغانستان کې یې د نجونو ۱۰ ښوونځي بیا پرانیستي دي

تاند(جمعه، د عقرب ۱۴مه) د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي، حکومت یې په افغانستان کې د نجونو له ۱۴ ښوونځیو څخه، چې د ترکیې له لوري جوړ شوي او اداره کېدل، ۱۰ بېرته پرانیستي دي.

چاووش اوغلو د پنجشنبې په ورځ د خپل هیواد د پارلمان غونډې ته وویل، ترکیه هڅه کوي چې د دیپلوماسۍ له لارې د افغان نجونو او ښځو ملاتړ وکړي او تېره میاشت یې په انقره کې د طالبانو له پلاوي سره په کتنه کې د دوی د موقت حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي څخه په کلکه وغوښتل چې په افغانستان کې ټولې خواوې او ډلې په حکومت کې شاملې کړي.

«بې له شکه زموږ وړاندیزونه کافي نه دي. همدا وجه ده چې د معارف فونډېشن (بنسټ) له لوري له ۱۴ اداره کېدونکو ښوونځیو ځنې مو ۱۰ بېا پرانیستل.»

د معارف فونډېشن، چې د ترکیې حکومت یې تمویلوي، په افغانستان کې ۸۰ ښوونځي لري چې د هغو په منځ کې ۱۴ د نجونو لپاره دي.

ترکیه د ناټو د غړیو په منځ کې یوازینی هیواد دی چې سفارت یې لا هم په افغانستان کې فعال او پرانیستی دی.

اوغلو وویل، ترکیې هغې افغان نجلۍ ته سکالرشیپ ورکړی چې د سږ کال د کانکور په ازموینه کې لومړۍ نومره شوه.

ده وویل «سلګۍ اسماعیل ته په ترکیه کې د طب د پوهنځي دولتي سکالرشیپ ورکړل شوی. موږ له طالبانو څخه د هغې لپاره پاسپورت واخیست.»

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې هیواد یې کابل ته بشري مرستې استوي او وروستی ځل یې ۳۳ ټنه خوراکي مواد ولېږل. «زموږ مرستې لا هم دوام لري.»

د کابل د هوايي ډګر موضوع

چاووش اوغلو وویل، د ترکیې له لوري د کابل د نړیوال هوايي ډګر د ادارې په اړه لا هم له طالبانو او قطر سره خبرې دوام لري.

ده زیاته کړه، لسګونه ترک تکشنېشنان (تخنیکي متخصصان) په کابل کې دي چې د قطریانو له لوري د کابل د هوايي ډګر له عملیاتو سره مرسته وکړي.

راپورونه وايي چې ترکیې په سپټمبر کې د خپلو ټکنشینانو د امنیت لپاره یو کوچنی امنیتي ټیم هم کابل ته راستولی دی.

ترکیه او قطر لا هم له طالبانو سره د کابل د نړیوال هوايي ډګر د عملیاتو په اړه خبرو ته دوام ورکوي.

د (MEE) د راپور له مخې، په اګست کې د ترکیې او طالبانو د موافقې په مسوده کې ویل شوي و چې انقره به د دغه هوايي ډګر د مسوولیت په وړاندې د طالبانو حکومت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت پېژني او د هوايي ډګر امنیت به د یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ په وسیله تامینوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب