یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په کرکټ کې هر څه ممکن دي

په کرکټ کې هر څه ممکن دي

تاند- د نړیوال شل اوره جام سیالیو په دوام کې نن شپه په لومړي ګروپ کې استرالیا په شپږم اوور کې بنګله دې ته ماتې ورکړه.

بنګله دېش چې ټول لوبغاړي یې په ۱۵ اوور کې وسوځېدل، ټولتال ۷۳ منډې جوړې کړې.

استرالیايي لوبغاړو دا هدف په ۶ اوور او دوهم توپ په داسې حال کې پوره کړ چې ۲ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

استرالیا دا سیالي په ۸ ویکټونو او ۸۲ پاتې توپونو وګټله.

استرالیا، چې اوس په خپل ګروپ کې له انګلیستانه وروسته دوهم ځای لري، تراوسه ۴ مسابقې کړي او ۳ یې ګټلي دي.

له بلې خوا د نن شپې دوهمه مسابقه په لومړي ګروپ کې د سریلانکا او ویست انډیز ترمنځ وه.

سریلانکا په شلو اوورونو کې د ۳ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۸۹ منډې وکړې. خو ویست انډیز، سره له دې چې شیمرون هیتمیر ورته خورا ښه لوبه وکړه، په ۲۱ منډو وبایلله.

هیتمیر ۸۱ منډې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب