یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهجرمني افغانستان ته ۶۰۰ ميليونه يورو نوې مرسته اعلان کړه

جرمني افغانستان ته ۶۰۰ ميليونه يورو نوې مرسته اعلان کړه

تاند:( پنج شنبه، د عقرب ديارلسمه) د جرمني حکومت وايي، چې له افغانستان سره ۶۰۰ ميليونه يورو بشرپاله مرسته کوي.
د ياد شوي حکومت په تازه اعلان کې راغلي، چې دا مرسته د طالبانو ادارې سره نه، بلکې د افغانستان خلکو سره د بشرپالنې په نیت کيږي.
سرچينې ويلي، چې يادې پيسې به د افغانستان د بشري ناورين د مقابلې تر څنګ د هغو نړيوالو ادارو د بوديجې د تامين لپاره ولګول شي، چې د اړمنو افغانانو ملاتړ کوي.
جرمني تر دې مخکې هم د افغانستان د بشري ناورين د مقابلې لپاره د ورته مرستو اعلان کړی و.
د نړیوالو بشري ادارو د وړاندوینو له مخې، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک چې له نیمایي څخه زیات نفوس جوړوي، د خوراک ډوډۍ نه لري او ۳ میلیونه له ۵ کلنۍ څخه لږ عمر لرونکي ماشومان د مرګ له بالقوه خطر سره لاس و ګرېوان دي.
طالبان، چې اداره یې د واکمنۍ له درې میاشتیني کیدو سره لا هم د تر ټولو نیږدې متحد او مدافع پاکستان په ګډون یې هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې، د بشري ناورین د مقابلې لپاره د کرنې وزارت د غنمو ستراتیژیکې زېرمې سپړلي او د مزدورۍ په بدل کې یې پر خلکو وېشي.
دا څه باندې ۵۰ زره ټنه غنم د افغانستان وروستۍ اسره ده، چې که زر تمامه شي، له خونړۍ ژمي، بې معاشۍ او د طالبانو له واکمنیدو وروسته د ۱۸میلیونه خلکو وزګاریدو ته بله اسره نه پاتې کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب