یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهار: ط ۲ خبریالان وهلي او نا معلوم ځای ته بیولي

ننګرهار: ط ۲ خبریالان وهلي او نا معلوم ځای ته بیولي

تاند:(پنجشنبه، د عقرب ديارلسمه) ادعا کېږي چې طالبانو نن په ننګرهار کې د عبدالرزاق همدرد او الفت شريفزي په نومونو دوه خبریالان وهلي او بيا نامعلوم ځای ته بیولي دي.

ويل شوي چې دا خبریالان د نوښت په نامه د يوې سيمه ييزې راډيو کارکوونکي وو.

د دوی د وهلو دليل او نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

عبدالرزاق همدرد د خبريالۍ تر څنګ شاعر، لیکوال او ممثل هم و.

د ښاغلي همدرد د شاعرۍ او ليکوالۍ یو شمېر اثار هم چاپ شوي دي.

د هغه د وهلو یو شمېر عکسونه هم په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي او ورته د عدالت غوښتنه شوې ده.

طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې مخکې د افغانستان د ژورناليستانو د ملي ټولنې رئیس عبدالحفيظ بارکزي وويل، چې په ولايتونو کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئيسانو د سیمه ییزو رسنیو په سانسور لاس پورې کړی.

ننګرهار ، د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د خبريالانو د وژلو او وهلو ډبولو له اړخه يو ډېر زيانمن شوی ولايت دی.

څه موده مخکې په دې ولايت کې د سید معروف سادات په نوم يو خبريال ناڅرګندو کسانو په ډزو وواژه او د هغه يو زوی یې ټپي کړ.

تېره اونۍ څو طالب جنګياليو په تورخم کې دوه نور خبريالان د راپور جوړولو پر وخت ووهل، چې تر اوسه یې عاملان معلوم شوي نه دي او طالبانو یې په اړه د کوم عملي اقدام خبر نه دی ورکړی.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعید خوستي ویلي، چې دوی د اسلام په چوکاټ کې د بيان ازادۍ ته ژمن دي.

نړيوال بشري سازمانونه په افغانستان کې د نورو ولسواکو ارزښتونو تر څنګ د بيان ازادۍ د سقوط له پلوه هم شدیدې انديښنې لري.

دوی له افغانستان څخه د خبریالانو په ويستو د ټینګار ترڅنګ، له طالبانو څخه په دې اړه د ځواب ویلو او بیان ازادۍ ته د ژمنتيا عملي تضمين غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب