شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبسم الله محمدي: متین بيګ د تخار سقوط نه ۲ ورځې مخکې...

بسم الله محمدي: متین بيګ د تخار سقوط نه ۲ ورځې مخکې ۵۰ ميليونه افغانۍ راڅخه يوړې

تاند:( پنج شنبه، د عقرب ديارلسمه) د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي په يوه ټويټ کې د ولسمشر غني د دفتر رئیس عبدالمتين بيګ د ميليونونه افغانيو په حیف و میل تورن کړی دی.

نوموړي ويلي، چې د تخار له سقوط څخه دوه ورځې مخکې ولسمشر غني د خپل دفتر رئیس ور استولی و.

ښاغلی بیګ په قوم ازبک او د تخار ولايت اوسيدونکی و.

ويل کيږي، چې ولسمشر غني هغه ته په حکومت کې يې د ازبک قوم د مشرۍ مقام او امتيازات منلي وو.

د محمدي په وينا، متین بيګ ورسره د ولسمشر په سپارښتنه وليدل او په نیم ساعته ناسته کې يې ټينګار دا و، چې د قول اردو د ملاتړ پر ځای د تخار د ساتلو لپاره ده ته ۵۰ ميليونه افغانۍ، د بزبزک ۵۰ وسلې او دغه راز يوه چورلکه په واک کې ورکړي.

محمدي زیاتوي، چې دا امکانات یې له پریمانه مهماتو سره ورکړل، خو دوه ورځې وروسته تخار سقوط شو.

د ملي دفاع پخواني وزير په دې ډول متين بيګ د تخار په نه دفاع او د اخيستو امکاناتو په حيف و ميل تورن کړی.

متين بيګ په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

نوموړي تېره اونۍ ولسمشر غني سره د سياسي ملګرتيا او ورته د کمپاين له کبله ملت نه بښنه وغوښته.

د متين بيګ دا څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې، د ولسمشر غني د پلویانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې.

منتقدینو يې هغه په دوه مخۍ او د ورځې د نرخ په سياست تورن کړ.

عبدالمتين بيګ، چې د ازبکو د يوه قومي مشر عبدالمطّلب بيګ زوی دی او پلار يې د حامد کرزي د واکمنۍ په وروستيو کې طالبانو ته په منسوب يوه بريد کې ووژل شو، د کرزي د واکمنۍ په وروستيو کلونو کې د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې مرستيال و.

متين بيګ د ولسمشر غني په حکومت کې د ملي امنيت رياست مرستيال، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس، د ولسمشر غني ستر سلاکار او د حکومت تر سقوطه يې د دفتر رئیس و.

د هغه مېرمنه عادله راز، چې د حکومت له سقوط وروسته يې پر اشرف غني ډېر تورونه پورې کړل، د غني د واکمنۍ پر مهال د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي مرستیاله، په ملګرو ملتونو او په وروستيو کې په متحده ايالاتو کې د افغانستان سفیره وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب