شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامريکا: په کنټیکیټ کې افغان کډوالو ته د کورونو د کرايه ورکولو...

امريکا: په کنټیکیټ کې افغان کډوالو ته د کورونو د کرايه ورکولو کمپاین پيل شوی

تاند:( پنج شنبه، د عقرب ديارلسمه) د متحده ايالاتو په کنټیکیټ ایالت کې چارواکو او د کډوالو د حقونو مدافعانو افغان کډوالو ته په کرايه د کورونو د ورکولو کمپاین پيل کړی.
د دغه کمپاين په ترڅ کې د اپارتمانونو له څښتنانو غوښتل شوي، چې هغو لسګونو  افغان کورنیو ته دې کورونه په کرایه ورکړي چې افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له دې هیواد څخه امریکا ته کډه شوي او ځینې یې په دې ایالت کې ځای پر ځای کیږي.
د اسوشیتد پریس خبري اژانس وايي، دا کسان تضمینوي چې د کورونو کرایه به ورکول کیږي.
ويل شوي،چې د کورنو ځینې خاوندان افغان کډوالو ته د کورونو په کرایه ورکول نه غواړي.
د کنټیکیټ ایالت والي نډ لامونټ په یوه خبرې غونډه کې د افغان کډوالو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د هغه په خبره، ورته ويل شوي، چې له افغانستان څخه د 510 کډوالو ور رسیدو ته چمتو و اوسي.
چارواکي وايي، چې 214 تنه افغان کډوال لا د مخه د کنیټیکیټ ایالت ته رسیدلي دي.
د امریکا د حکومت د معلوماتو پر بنسټ په وروستیو څو میاشتو کې لسګونه زره افغان کډوال د امریکا متحدو ایالتونو ته لیږدول شوي، او تر 30 زرو پورې نور افغان کډوال به تر راتلونکې کال پورې دې هېواد ته ورسیږي.
واک ته د طالبانو په رسیدو، یو زیات شمېر افغانان چې سیاستوال، د بشري حقونو فعالان، ژورنالیستان او د مدني ټولنې غړي په کې شامل دي له افغانستان څخه وتلي دي.
يو شمېر ورغلي کډوال له ګڼو ستونزو شکایت لري او د امريکايي چارواکو د مرستې غوښتنه لري.
له دې سره، په زرګونه هغه کسان لا په افغانستان کې ايسار پاتې دي، چې د طالبانو له لوري ورته ګواښونه متوجه دي.

1 COMMENT

  1. دا د ارغندیوال په نامه خبریال مو ښه خبرونه جوړوي خو اکثر وختونه یې پاراګرافونه نه معلوميږي. د يو پاراګراف سر یې د بل پښو سره تړلی وي. لطفا دې ټکي ته پام وکړئ او د خپل ویب سایټ اعتبار مه خرابوئ. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب