شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په یوه لېرې کهکشان کې د اوبو نښې وموندل شوې

په یوه لېرې کهکشان کې د اوبو نښې وموندل شوې

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۱۳مه) په یوه لېرې کهکشان کې، چې زموږ له مځکې ۱۲ اعشاریه ۸ ملیارده نوري کاله لېرې دی، د اوبو نښې موندل شوي دي.

د یو ایس اې ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، امریکايي څېړونکي وايي چې د دغو نښو څرک یې د (SPT0311-58) په نوم په ستر کهکشان کې لګولی دی.

د متحدو ایالتونو د ایلینوی پوهنتون څېړونکي وايي، د چیلي هیواد په اتاکاما دښته کې یې له (ALMA) وسیلې څخه په کار اخیستو د دې کهکشان ځانګړتیاوې معلومې کړي دي.

دا کهکشان په خپله په ۲۰۱۷ م کال کشف شوی و خو په هغه کې د اوبو د نښو کشف، تر ټولو په یوه لېرې ځای کې لومړنی کشف دی.

د یو ایس ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، څېړونکي وايي چې نه یوازې یې په خپلو څېړنو کې د اوبو مالیکولونه موندلي، بلکې دا یې هم موندلې چې دا مالیکولونه د عالم په لومونیو برخو پورې تړاو لري. یا په بله ژبه دا مالیکولونه په هغه وخت پورې تړاو لري چې د نړۍ عمر ۷۸۰ ملیون کاله و.

په ۲۰۲۰ م کال څېړونکو ویلي وو چې د نړۍ عمر ۱۳ ملیارده او ۸۰۰ ملیون کاله دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب