شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهروسيې احمد مسعود ملي روغې جوړې ته وباله

روسيې احمد مسعود ملي روغې جوړې ته وباله

تاند:( پنج شنبه، د عقرب ديارلسمه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې له ډلې غوښتي، چې له طالبانو سره له وسله والې جګړې لاس په سر او ملي روغې جوړې ته کار وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماریا زاخارووا، په يوه خبري ناسته کې وويل چې د احمد مسعود په ګډون ټولې قومي او سياسي ډلې دې د جګړې پر ځای ملي روغې جوړې، سولې او د افغانستان ثبات ته کار وکړي.

روسيې دا غوښتنه په داسې مهال کړې، چې د احمد مسعود يوه وياند په تاجيکستان کې د نوموړي موجوديت رد کړی او ویلي، چې هغه مختلفو هېوادونو او افغانستان ته راشه درشه لري.

د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ډله په وروستيو کې د مختلفو ويډيوګانو له خپرولو سره بېلابېلو ولايتونو ته د طالبانو په ضد د دوی د فعالیتونو د غځولو ادعا کوي.

رسنيو او نورو سرچينو بيا دا ادعاوې نه دي تاييد کړي.

د احمد مسعود تر څنګ د عبدالرب رسول سياف په مشرۍ يو شمېر نورو سياستوالو هم د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت د عالي شورا د جوړولو اعلان کړی.

دوی طالبانو نه غوښتي، چې ورسره د خبرو له لارې په افغانستان کې د ټول ګډونه او ټولو ته د منلو وړ نظام د رامنځته کيدو زمينه برابره کړي.

طالبانو بيا ويلي، چې دوی پر ټول هېواد واکمن شوي او چاته پر خپل ضد د سر پورته کولو فرصت نه ورکوي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل همدا اونۍ فارن پالېسۍ ته ویلي و، چې د روسیې په ګډون د افغانستان ګاونډیان او سیمه ییز هېوادونه له طالبانو سره دوه ګونې لوبه کوي او سم ملاتړي یې نه دي.

د روسیې په اړه نبیل ویلي و، چې له طالبانو څخه یې د سیمه ییزو ګواښونو د مهار تمه لرله، خو دا چې تمه یې نه ده پوره شوې، اوس له یوې خوا ازبکستان طالبانو سره پراخو اقتصادي همکاریو ته هڅوي او له بل لوري یې تاجیکستان د طالبانو خلاف د مقاومت جبهې مرکز ګرځولی دی.

1 COMMENT

  1. روسیې د افغانانو په وطن کي تاریخي او شرموونکې ماتي و خوړه، بیا دي زموږ مزاحمت نه کوي، کنه تباه به شي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب