شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسرچينې: ط مزار کې ۱۰ فعاله نجونې او هلکان د بهرني پرواز...

سرچينې: ط مزار کې ۱۰ فعاله نجونې او هلکان د بهرني پرواز په نامه غوښتي او وژلي

تاند:( پنج شنبه، د عقرب ديارلسمه) يوه موثقه سرچينه، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، تاند ته ويلي چې طالبانو همدا اونۍ د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې ۱۰ فعاله نجونې او هلکان وژلي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو دغه نجونې او هلکان په دې پلمه چې ګوندې پرواز يې آماده دی، زنګ وهي، وروسته چې هوایي ډګر ته ځي، له هغه ځایه نامعلوم لوري ته بیایي او په بې رحمۍ یې وژني.

ويل شوي، چې دغه نجونې او هلکان د مدني ټولنې فعالان وو او بهرنيو هېوادونو ته د تلو لپاره يې ګڼو هېوادونو ته ایمیلونه کړي وو.

سرچينه زياتوي، چې له وژل شويو نجونو څخه يوه يې د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال په بلخ کې د ولسمشر غني د يوه کمپايني دفتر کارکوونکې وه.

يوه بله سرچينه چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، تاند ته ويلي چې په وژل شويو کسانو کې د فروزان ساپۍ په نوم يوه نجلۍ هم شامله ده.

هغو سرچينو، چې په دې اړه يې تاند سره معلومات شريک کړي، د افغانستان د رسنيو له سانسور او د بيان ازادۍ له نشتوالي يې هم شکايت کړی.

د دوی په وینا، له دې پېښې څو ورځې تېرې شوې، خو تر اوسه يې نه رسنۍ او نه نور څوک په اړه د څه ويلو جرئت کولای شي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره، په دې ډول د سلګونو کسانو د وژل کيدو ادعا کیږي.

د طالبانو منتقدین له نړيوالو بشري ادارو غواړي، چې په افغانستان کې د دغه وضعيت د څارنې لپاره ځانګړي تدابير ونيسي، څو خلک په خوندي توګه ورسره خپل معلومات شريک او د طالبانو لخوا د بشري حقونو د پراخ نقض په افشاګرۍ کې مرسته وکړي.

1 COMMENT

  1. تالب دوحشت کرکی نفرت او انسان دشمنۍ هغه کړغیږنه څیره ده چی د افغانانو په وینو نه مړیږی.
    دوۍ هغه سړیخواره وحشیان دی چی دانسا نیت په نوم هیڅ شی نه پیژنی.
    تالب ای اس ای ددې لپاره پیدا کړې روزلې اکمال کړی او افغانستان ته د پاکستانی د جعلی ملایکو په څیره کی رالیږلې چی د افغانستان ملی ارزښتو نه پایمال کړی او د خپلو بادارانو د ګټو د خوندی ساتلو لپاره افغانستان کمزوری کړی.

    ددې وحشی ځناورو د هیواد مینو افغانانو نه کرکه او نفرت د هیځ چا نه پټ نه دی او هره ورځ په داډول وحشیانه پیښو کی دوۍ لاس لری.

    افغانان باید ددې وحشیانو د دروغجنو عفو په دعوو تیر نه وځی او د خپل ځانونو خوندی ساتلو لپاره هلی ځلی وکړی.

    نړیوالو ته هم پکار ده چی د ا فغانستان ددې ناورین چی دا وحشیان يی تر ارګه راورسول پدی کی لاس لری او اخلاقی او انسانی مسولیت لری چی د تالب په لاس د بی ګناه او عامو بی وسلی افغانانو د وژنو مخه ونیسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب