شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه ۱۰ ولايتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو وړاندوينه شوې

په ۱۰ ولايتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو وړاندوينه شوې

تاند:( پنج شنبه، د عقرب ديارلسمه) د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې ریاست په ۱۰ ولايتونو کې د سختو واورو، باران او سېلابونو وړاندوينه کړې ده.
د دغو ولايتونو تر څنګ، په سالنګونو کې هم د ورښتونو او سېلابونو د وتو خبرداری ورکړل شوی دی.
ويل شوي، چې دا ورښتونه او سېلابونه نن او سبا ممکن په کندوز، بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، پروان، سمنګان، سرپل، باميان او نورستان ولايتونو کې رامنځته شي.
ويل شوي، چې دا ورښتونه ښايي له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د یادو سیمو پر اوسیدونکو غږ کړی، چې د دغه احتمالي وضعيت لپاره ممکن لازم تدابیر ونیسي.
د ژمي له راتلو سره، هر کال د افغانستان د سړو سيمو لپاره له ورته خبرداريو سره ملګری وي.
ځینې وخت، ورښتونه او سېلابونه خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه هم اړوي.
سږنی ژمی په داسې مهال را نيږدې شوی، چې افغانستان د طالبانو له واکمنیدو سره، يو بېساری اقتصادي او بشري ناورين تجربه کوي.
ملګرو ملتونو ويلي، چې سمدستي ۲۳ ميلونه افغانان د خوړو ډوډۍ نه لري، ۳ میلیونه ماشومان د لوږې له کبله د مرګ ګواښ سره مخامخ دي او نيږدې هره ورځ یو شمېر کسان د ډوډۍ نه لرلو له کبله مري.
طالبانو په دې اړه د کوم عملي اقدام خبره نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب