شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد بښنې نړیوال سازمان: ط د ښځینه مرسته رسونکو د کار پر...

د بښنې نړیوال سازمان: ط د ښځینه مرسته رسونکو د کار پر وړاندې خنډ شوي

تاند:( پنج، د عقرب ديارلسمه) د بښنې نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، چې طالبان په افغانستان کې د ښځینه مرسته رسونکو د کار خنډ شوي، چې دا عمل یې د بشري ناورین د مقابلې لپاره تاوان پېښوي.

د سرچینې د راپور په اساس، طالب چارواکو له ۳۴ ولایتونو څخه یوازې په ۳ کې ښځینه وو ته د لیکلې اجازې په ورکړې د مرسته رسولو د دندې زمینه برابره کړې، خو په نورو ولایتونو کې دوی له دې کار څخه منع شوي دي.

ویل شوي، چې له اجازه لرونکو ښځینه مرسته رسونکو سره هم د کورني محرم موجودیت شرط کړل شوی دی.

دغې نړیوالې ادارې زیاته کړې: د ۲۰ کلنې جګړې پرمهال د افغان ځواکونو او طالبانو تر سل زرو پورې جنګیالي وژل شوي، چې اوس یې یتیمان او بې سرپرسته کورنۍ د بشري ناورین له شدت سره عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

طالبانو د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دغې ډلې، پر افغانستان د واکمنۍ له پیل سره پوهنتون او ان د ښوونځيو له شپږم ټولګي پورته ټولو زده کړو ته د نجونو د ورتلو ممانعت کړی.

د دې ترڅنګ، دفترونو ته د ښځينه کارکوونکو په ورتلو هم بنديز لګول شوی.

تازه بندیز( د ښځينه مرسته رسونکو) پر کار په داسې مهال لګول شوی، چې افغانستان له سخت بشري ناورين سره مخامخ دی.

د دې ناورين د مقابلې لپاره نړیوالو خپلې مرستې په دې شرط اعلان کړي، چې دوی به یې د مرستندويه نړيوالو ادارو په وسيله مصرفوي او طالبان به پکې مداخله نه کوي.

د طالبانو دا عمل، چې د ښځينه مرسته رسونکو پر کار یې بندیز لګولی، له افغانستان سره د بهرنيو مرستو د خنډ کیدو سبب کیدای شي.

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو يو شمېر مخالفینو ويلي، چې طالبانو ته د ښځو کار او زده کړې د اسلام خلاف ښکاري، خو په دې اړه بې تفاوته دي، چې د دوی له واکمنیدو سره زرګونه ښځې په ښارونو کې له نارینه وو خيرات غواړي او يا د لسګونه زرو هغو کسانو په ګڼه ګوڼه کې ولاړې دي، چې له هېواده د وتو لپاره د ګاونډيو هېوادونو په پولو کې په شپو شپو ولاړ وي.

1 COMMENT

  1. دا تور جهالت د انسانیت او اسلامیت په سپیڅلۍ جامه یو تور داغ دی چی ویناوی يی د پیغمبرانو دی او بیا عمل او کړنی يی د شیطانانو او د انسانیت او اسلامیت په ضد دی.
    داسی کړنی کوی چی شیطان به هم ورباندی وشرمیږی او د الله نه به وډاریږی.

    د ښځو سره ناروا سلوک وژل او ټکول او خنډونه ورته پیداکول د تالبیزم تر ټولو ستری کارنامی ولی د اسلام د مقدس دین او انسانیت سره هیڅ تړاو نه لری.

    د هیڅ یو افغان او انسان ضمیر به دداسی بی ننګه او د افغانیت او پښتولۍ ضد کارو نو اجازه ورنکړی خو ددوۍ ضمیرونه داسی مسخه شوی چی اسلام او پښتونولی دواړه د خپلو ګټو لپاره په ډیره بی شرمۍ او سپین سترګۍ بدناموی.

    حمزه بابا ډیر ښه وايی:

    د مذهب دعوه دی پریږده سړیخوره
    ستا دعوه هله سهی ده چی انسان شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب