چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهط د پوهنتون يو استاد د دريشۍ اغوستو له کبله په ډزو...

ط د پوهنتون يو استاد د دريشۍ اغوستو له کبله په ډزو ويشتی

تاند ( جمعه، د عقرب څوارلسمه) په کابل کې د کاتب خصوصي پوهنتون يو استاد طالبانو له دې کبله په ډزو ويشتی، چې ولې یې دريشي اغوستې وه؟

د پوهنتون د دغه استاد نوم په امنيتي دلايلو نه دی اخيستل شوی.

ويل شوي، چې دا پېښه پرون د کابل په لويديځ ( پل سرخ) سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کاتب پوهنتون دغه استاد ويلي، چې له دندې د کور په لور روان و، چې طالب جنګياليو ودراوه او له سپکو سپورو وروسته يې درې ډزې پرې وکړې.

له دې ډزو، يوه مرمۍ د پوهنتون د استاد په پښه لګيدلې او سخت ټپي شوی دی.

دغې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو پر ضد توند غبرګونونه پارولي دي.

فعالانو د طالبانو دا کار وحشيانه او د واکمنۍ عمر يې لنډ ګڼلی.

د مخکيني ولسمشر يوه سلاکار او د عدالت ګوند مشر عبدالرشيد ايوبي ويلي، چې په داسې عملونو دې طالبان له نړۍ څخه د رسميت پېژندلو تمه نه کوي.

طالبانو د ډېرو نورو داسې پېښو په شان يې، په دې اړه هم څه نه دي ويلي.

4 COMMENTS

  1. موږ د افغانستان ولسونه د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو، چې هیڅکله هم طالبان په رسمیت ونه پیژني، ځکه چې دوی :
    ۱. په دریشۍ اغوستنه زموږ ملي کدرونه ښوونکي وژني.
    ۲. د ملي عفوي تش په نامه اعلانه وروسته مسلکي کدرونه وژني.
    ۳. خبریالانو ته ستغې سپورې وایي، او وهل ټکول ورکوي.
    ۴. رسنۍ سانسور شوي دي، تر څو د جرمونو کچه لوړه ونه ښایي.
    ۵. د غونډ افغانستان اقتصادي وضعیت د خاورو سره خاورې شو.
    ۶. د اسلامي دولت او ترهګرو ضد مبارزه بریالۍ نده .
    ۷. د میرمنو او ښځو حقوق له منځه تللي دي، او زده کړې او کار یې محدود شوی دی.
    ۸. خلک په ناڅاپي توګه ورکیږي، هره ورځ خلک په ونو کې او ستنو پسې رازوړنډ لیدل کیږي.
    ۹. هره دویمه ورځ چوپې چوپې خلک په جلال اباد کې حلال شوي موندل کیږي.
    ۱۰. د بشر حقوق تر پخو لاندې کیږي.
    ۱۱. امنیت او عدالت نشته دی، او هر څه صحرایي دي.
    ۱۲. کار روزګار نشته، خلک خپل کورونه او توکي، او څوک خپلې لوڼې خرڅوي.
    ۱۳. د اسلامي نظام تر نوم لاندې وحشي نظام رامنځته شوی دی.

  2. وروره ۱۳شماری دی لیکلی اصلی خبره پاې ده، د پاکستان غلام یی کړی دا له ټولو مهمه ده ولی دی هیره کړی
    پورته ۱۳ یی دومره بدی ندی ګوزارهه به وشی خوا دا د پنجاب غلامی سره څه کوی؟

  3. دوی حرمیان په مدرسو کی ساتل شوی او هیڅ څه یی ندی لیدلی فقط وژنه یی زده ده او بس. خلاصه د هغه ښه ملا ښځه غی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب