جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهط : کابينه کې متخصصينو ته ځای ورکوو

ط : کابينه کې متخصصينو ته ځای ورکوو

تاند:( شنبه، د عقرب پینځلسمه) ‏د طالبانو د اسلامي امارت يوه وياند بلال کريمي ويلي، چې دا ډله به د خپل حکومت په کابینه کې بدلونونه راولي او متخصصينو ته به ځای پکې ورکوي.

طالب وياند دا هم ويلي، چې کابينه به په تدريجي ډول بشپړيږي.

نوموړي په يوه ټلويزيوني مرکه کې دا خبره کړې، خو د دې ژمنې د څرنګوالي او عملي کیدو د وخت په اړه یې څه نه دي ويلي.

د طالبانو د‌ سرپرست حکومت کابينه له دې کبله تر سختو نيوکو لاندې ده، چې تقريباً ټول پکې ملايان او د مدرسو فارغین را ټول شوي دي.

د عامې روغتيا او سوداګرۍ وزارتونو له سرپرستانو پرته، د طالبانو ټول وزيران د مدرسو فارغین او ملایان دي.

طالبانو بيا- بيا ژمنه کړې، چې په کابینه کې بدلون راولي، خو د دې ژمنې د عملي کیدو وخت يې په ډاګه کړی نه دی.

له متخصصينو سره د طالبانو د چارواکو چلند، پر دوی د ډېرو نیوکو سبب شوی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني څو ځلې د خپلو ویناوو پر وخت افغان متخصصينو ته توند الفاظ وکارول.

هغه وويل، چې د تېر ۲۰ کلن حکومت پر مهال له درس ویونکو څخه د کوم خير تمه نه شي کیدای.

افغان متخصصينو، چې د طالبانو له واکمنیدو سره يې اکثره له دندو ځواب شوي، ان د پوهنتون د استادانو تر کچې په ساختماني مزدورۍ، مېوه پلورلو او نورو کارونو بوخت شوي دي.

له دې سره خوا کې، ډېری افغان متخصصين، چې له هېواده د وتو لږ امکانات هم لري، په مختلفو لارو، ان خطرناکو قاچاقي لارو له افغانستان څخه وځي.

1 COMMENT

  1. د تالب په خبره باور کول په خپل ځان ملنډی وهل دی
    دوۍ اول د ګډ شموله حکومت چفی وهلی چی د ګډ شموله نه په ملا شموله بدل شو.
    بیا يی چغی وهلی چی کارونه به اهل کار ته وسپا ری خو ومو لیدل او وینو چی د ټولو نه نا اهله او خره بی سواده اوس په هر ځای کی ځای په ځای شوی.

    خلکو ته يی د عفوی دروغجنی وعدی ورکړی خو وینو چی ډیر بی وسلی او بی دفاع افغانان هره ورځ په پټه او ښکاره وژنی.

    تالبانو په کلونو کلونو دادعوی کولی چی عمری عدالت به قایم کړی خو وینو چی د وحشت او جهالت انتها کوی چی عمری عدالت خو پریږدوه چی د انسانیت په نوم هیڅ شی نه پیژنی.

    وینو چی ولس د لوږی له لاسه خپلی کو چنۍ لوڼه خرڅوی خو د دوۍ سره ددې غم دی چی څنګه نور پاکستان خوشحاله کړی او منځنۍ اسیا ته ورته د لارو امنیت ونیسی او پداسی حال کی چی د افغانانو سوداګرو مالونه د پاکستان په دروازو کی حسا شول او نه هم بی وزلو افغانانو ته د نورو هیوادو مرستی راپریږدی.

    دا ډله تر ټولو ذلیله دروغجنه منافقه او د مړو ضمیرونو خاوندان دی چی د افغانیت اسلامیت او پښتونولۍ سره دښمنی لری او په هیواد مین افغانان په یوه او بله بهانه وژنی.
    افغانان باید ددوۍ په ښکرورو دروغو او منافقت تیر نه وځی او ددوۍ د وحشت او ناروا کړنو په خلاف خپل غږ پورته کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب