Home+نیوزیلنډ په دوهم ګروپ کې دوهم شو

نیوزیلنډ په دوهم ګروپ کې دوهم شو

تاند (جمعه، د عقرب ۱۴مه) نیوزیلنډ نن په نړیوال شل اوره جام سیالیو کې نامیبیا ته په ۵۲ منډو ماتې ورکړه او په دوهم ګروپ کې یې له پاکستانه وروسته دوهم ځای خپل کړ.

نیوزیلنډ تراوسه له ۴ سیالیو ۳ ګټلي خو افغانستان له ۴ سیالیو ۲ ګټلي دي.

خو له دې سره سره د افغانستان امتیازونه لا هم ډېر دي. له همدې کبله نیوزیلنډ نن ډېره هڅه وکړه چې نامیبیا په ډېر توپیر مات کړي.

د افغانستان بله مسابقه به له نیوزیلنډ سره وي. که افغان لوبغاړو نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه، بیا هم نیمه پایلوبې ته د وتلو چانس لري.

افغانستان نامیبیا ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړې وه او سکاټلنډ ته یې په ۱۳۰ منډو ماتې ورکړې وه.

له سکاټلنډ او نامیبیا څخه په لوی توپیر بري د افغانستان چانس ډېر کړی دی.

په همدې منځ کې هند هم نیمه پایلوبې ته د وتلو چانس لري. هند نن له سکاټلنډ سره لوبېږي، بله مسابقه به یې له نامیبیا سره وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...