دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهازبکستان ته د افغانستان په لاره د پاکستاني توکیو لیږد توندو غبرګونونو...

ازبکستان ته د افغانستان په لاره د پاکستاني توکیو لیږد توندو غبرګونونو سره مخ شوی

تاند:( جمعه، د عقرب څوارلسمه) تر هغې وروسته، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان له لارې د پاکستان د سوداګريزو توکيو د لېږد بهیر د پیل خبر ورکړ، دا پریکړه د یو شمېر افغان شنونکو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

طالب چارواکو پرون وويل، چې د پاکستان سوداګريز توکي پرون د تورخم دروازې په لاره افغانستان ته وارد او د افغانستان له لارې ازبکستان ته ولېږدول شول.

د افغانستان د کليو او پراختيا وزارت د پروګرامونو مخکينی مرستيال ډاکټر پوپل حبيبي په دې اړه وايي: (( پاکستان به اوس له دې لارې خپل اجناس د منځنۍ_اسیا مارکیټ ته ورسوي او له هغه ځای څخه به د خپل ملت د ضرورت وړ مواد وارد کړي، دا واردات او صادرات به زمونږ په سینه ځي او راځې.

خو زمونږ د حاصلاتو په وخت کې یې لارې راباندې وتړلې، خوسا یې کړل مریضانو ته یې لښتې نیولې وي چې راوانه وړئ)).

نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره ثابته شوه، چې اوس به د افغانستان جغرافیه یوازې د پاکستان د ګټو لپاره استعمالیږي.

حبیبي وايي: که دا استعمار او اشغال نه وي یو څوک یې راته تعریف کړئ؟

په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېرو فعالانو په دې اړه له طالب چارواکو وضاحت غوښتی، چې پاکستان ته يې د کوم حقوقي سند، کومې معاهدې، کوم ضرورت، امتیاز او کوم صلاحيت په اساس د افغانستان له خاورې د داسې وړيا استفادې اجازه ورکړې ده؟

د دوی په وینا، پاکستان له پخوا نه هیله لرله، چې افغانستان له خپلې خاورې د ورته استفادې اجازه ورکړي، خو افغان چارواکو ترې ګوادر بندر ته د دغې استفادې په بدل کې لاره غوښته.

طالبانو د خلکو دغو غوښتنو او اعتراضونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

3 COMMENTS

  1. زه خو وایم چی د هغه ښه ملا ښځه غی خو تاسی یی نه راسره منی. سپین بولدک یی ورته ښځی وغولی، مریضان یی مړه شول خو طالب بیا هم وفاداره دی. غلامی څه وایی د پنجابی نه خو بیا د بډای کافر غلامه ښه ده. ستاسو په حمارت کی غیڼ ووهم د مشرکو بچیانو.

  2. lawing sahib mananah//
    talibs is pakistani ,not necessary to say some thing.
    our country america&khalilzad give free gift to pakistan.
    if you are not STANDUP AGAINST PUNJAB.
    NOW TALIBS BUILD ROADS,THIS IS FOR PAKISTANI TRANSIT,
    AFGHANS CAN SHOT PAKISTANI TRUCKS/KILL DRIVER .
    THIS TRANSIT GOING ON THE ROADS/AFGHANS CAN STOP TRUCKS AND FIRE THEM WITH DRIVERS.
    THANK YOU

  3. پاکستان باید داسی په افغانستان متکی سی لکه چه افغانان په دوی متکی دی. لیږ فکر وکړی.
    افغانان پاکستان ته تښتی، انی هغه دپاکستان پاخه دښمنان. مریضان هلته ځی، بی قرارداده سامان یی پاکستان وربار کړی وی، بی پاسپورته پاکستان ته ور روان دی، تجارت دپاکستان له لیاری روان وی.
    بی عقله داکتر وایی دترانزیت لیاره دپاکستان لپاره ګټه او افغانستان ته زیانمنه ده. په کوم دلیل. په کوم اساس او سند. شل کاله لوده ګانو حکومت کړی داوم صنف شاګردان ماستران او داکتران سوی. په شار ناپرسان کی له دوی هیڅ چا پوښتنه نه کوله چه تاسو په کوم دلیل له دنیا نه امتیازات غواړی؟
    افغان باید نر سی او سوچ وکړی. دخیرات او دخیرات دخرو دلغتو وخت تیر سوی. هغه چه نه له ایران سره کولای سی نه تاجکستان سره نو بیا یی ولی له پاکستانه غواړی.
    که له پاکستانه لاره غواړی نو تاسو هم هغوی ته لاره ورکړی. هغوی ددیورند لیکه غواړی او تاسو بل هیڅ زور نلری چه دپاکستان خوله باندی پټه کړی. نو که پاکستان په افغانستان متکی سی بیا تورخم او بلی لیاری دبندولو زیان به هم افغانستان وینی هم پاکستان او چه دا وسی نو بیا به هم افغانان او هم پاکستان دعقل په لیاره روان سی.
    افغانانو سوچ وکړی او دلوده کارپوهانو خبری پریږدی. خپله کارپوهان سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب