Homeخبرونهباميان کې د ط د استخباراتو په رئیس بړید شوی

باميان کې د ط د استخباراتو په رئیس بړید شوی

تاند:( جمعه، د عقرب څوارلسمه) ‏له باميان ولايت څخه راپورونه وايي، چې هلته د طالبانو د استخباراتو پر سيمه ييز رئیس مهدي مجاهد وسله وال برید شوی دی.

خپله مهدي مجاهد رسنيو ته ويلي، چې په دې برید کې هغه زيانمن شوی نه دی، خو ۳ ساتونکي یې ټپيان شوي دي.

طالبانو دا برید « ترهګريز» عمل ګڼلی دی.

دوی د بريدګر لوري په اړه جزييات نه دي ورکړي.

باميان د افغانستان له هغو ولايتونو څخه دی، چې تر اوسه پکې د داعش ډلې د فعالیتونو د پیل خبر نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان په مختلفو سيمو کې پر طالب چارواکو تر اوسه د ډېرو ورته بریدونو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستی.

په بامیان کې تر ډېره هزاره توکمه افغانان ژوند کوي او اوسیدونکي یې د طالبانو په تېره واکمنۍ کې هم د دوی خلاف جنګیدلي دي.

د هزاره ګانو يو مشهور مشر محمد محقق، چې د عبدالرب رسول سياف په مشرۍ د طالبانو پر وړاندې د ملي مقاومت د عالي شورا له مشرانو غړو څخه دی، په وروستيو کې په پرله پسې ډول طالبان په بشري جنايتونو تورنوي او پر ضد یې د وسله والې مبارزې ګواښ کوي ‌

محقق نه دي ويلي، چې د طالبانو د استخباراتو پر رئیس برید کې خو به د دوی ځواکونه لاس نه لري.

1 COMMENT

  1. دا دفلم شروع ده روځ تر بلی به انشاءالله طالب ضد حرکتونه پکار اچول کیږی او د پنجابی استعمار او اشغال ختمیږی. پنجاب نن سبا افغان خاوره په مفته استعمالوی او خپل تجارت پری کوی په کوم امتیاز سره، په کوم سند سره؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...