دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسيګار: ۲۰ کلن جنګ کې تر ۷۰ زرو افغان ځواکونه وژل شوي

سيګار: ۲۰ کلن جنګ کې تر ۷۰ زرو افغان ځواکونه وژل شوي

تاند:( جمعه، د عقرب څوارلسمه) د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د مرستو د څارنې ادارې (سيګار) ويلي، چې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال له ۶۰ تر ۷۰ زرو پورې افغان ځواکونه وژل شوي دي.

سيګار زياتوي، چې دغه ارقام یې د متحده ايالاتو د پوځ د لوی درستیز جنرال مارک ميلي له لوري تر لاسه کړي دي.

ويل شوي، چې په دې ارقامو کې د افغانستان د جمهوري نظام د ملي پوځ تر څنګ د ملي پوليسو تلفات هم شامل دي.

د جمهوري نظام له سقوط څخه مخکې، بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني يو ځل ويلي و، چې په اوه کلنه ولسمشرۍ کې یې نيږدې ۵۰ زره افغان ځواکونه وژل شوي دي.

د دغو تلفاتو د رامنځته کيدو لوی لامل د طالبانو جګړه وه.

په دې جګړه کې د طالبانو د تلفاتو کچه تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.

د ملګرو ملتونو يوې مرسته رسونکې ادارې پرون وویل، چې د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال تر سلو زرو ډېر افغان ځواکونه او طالبان وژل شوي، چې اوس یې بې سرپرسته کورنۍ او يتيمان د بشري ناورين له شدت سره تر بل هر وخت عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

سرچينې پر طالبانو نيوکه کړې، چې د ښځينه مرسته رسونکو پر فعاليتونو له بنديز لګولو سره يې دغو بېوزلو ته د مرستې رسولو هڅې له ننګونو سره مخامخ کړي دي.

2 COMMENTS

  1. دی جنګ ته به اوس څه نوم ورکوی ؟ یوافغان ده دین، وطن، استقلال،ناموس او خاریجی یرغل پروړاندی ځان قربان کړه، بل بیا ده یرغل په دوام ده مفصد ،سیکولر ، او یوڅوزورواکو پاشل شوی نظام په ملاتړځانونه قتل کړل. ده دی ټولو قتلونو، وینو، ورانیو ظلمو نو مسول دا تیر چارواګی او لاس پوڅی نظام دی. نن اشرف غنی او کرزی باید ده دی قتلونو وحشتنوحساب ورکړی.

  2. بي عقلو جنت غوښتل ژوند يي له لاسه ورکړ هوښيارو چي بي عقلان يي جنګول په په کراچی لاهور او قطر کي چړچي وهلي، خيټي يي شاهيدي ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب