دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهآی او ایم: بشري ناورين به ژمي کې له افغانستان څخه د...

آی او ایم: بشري ناورين به ژمي کې له افغانستان څخه د کډوالۍ کچه لوړه کړي

تاند:( جمعه، د عقرب څوارلسمه) د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان ( آی او ایم) رئیس آنتونیو ویتورینو، کابل ته له سفر وروسته د خپل سفر ارزونې رسنيزې کړي.

هغه خبرداری ورکړی، چې د بشري ناورين له شدت سره به په را روان ژمي کې له افغانستان څخه د کډوالۍ او اقتصادي بحران ستونزې نورې هم اوج ته ورسيږي.

ویتورینو، له نړیوالو غوښتي چې له افغانستان سره سخاوت مندانه مرستې وکړي، څو دغه هېواد د اقتصادي او بشري ناورين له ستونزو ډېر ونه ځپل شي.

د کډوالو د نړيوال سازمان رئیس دا هم ويلي، چې دمګړۍ په افغانستان کې تر پينځه نيم میلونو پورې کسان په کور دننه بې ځايه شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د‌ دې کسانو له ډلې ۶۷۰ زره تنه يې د سږکال له پیل سره بې ځايه شوي، چې ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.

د کډوالو د نړيوال سازمان رئیس دا هم ويلي، چې اقليمي بدلونونه هم افغانستان ته له خطره ډک وو، ځکه چې تر ۷۰ سلنه افغانان یې له وچکالۍ څخه اغېزمن کړي دي.

له پوښتل شويو افغانانو څخه ۸۰ سلنې يې د کډوالو نړيوال سازمان ته ويلي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره يې ژوند خراب شوی، وزګار شوي او بد وضعيت سره لاس و ګریوان دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د نړیوالو بشري ادارو د وړاندوینو له مخې، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک چې له نیمایي څخه زیات نفوس جوړوي، د خوراک ډوډۍ نه لري او ۳ میلیونه له ۵ کلنۍ څخه لږ عمر لرونکي ماشومان د مرګ له بالقوه خطر سره لاس و ګرېوان دي.

طالبان، چې اداره یې د واکمنۍ له درې میاشتیني کیدو سره لا هم د تر ټولو نیږدې متحد او مدافع پاکستان په ګډون یې هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې، د بشري ناورین د مقابلې لپاره د کرنې وزارت د غنمو ستراتیژیکې زېرمې سپړلي او د مزدورۍ په بدل کې یې پر خلکو وېشي.

دا څه باندې ۵۰ زره ټنه غنم د افغانستان وروستۍ اسره ده، چې که زر تمامه شي، له خونړۍ ژمي، بې معاشۍ او د طالبانو له واکمنیدو وروسته د ۱۸میلیونه خلکو وزګاریدو ته بله اسره نه پاتې کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب