سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+ډیمن ګالګت بوکر ادبي جایزه وګټله

ډیمن ګالګت بوکر ادبي جایزه وګټله

تاند- د جنوبي افریقا لیکوال ډیمن ګالګت (Damon Galgut) د «ژمنه» (The Promise) په نوم ناول په خاطر د ۲۰۲۱ کال د بوکر ۵۰ زره پونډي جایزه وګټله.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د جنوبي افریقا دغه ۵۷ کلن ناول لیکوال او ډرامه لیکونکي تر دې وړاندې هم د خپلو دوو نورو اثرونو «ښه ډاکتر» او «په یوه عجیبه خونه کې» په خاطر دوه ځلې په ۲۰۰۳ او ۲۰۱۰ کلونو کې د بوکر جایزې ته کاندید شوی و خو بالاخره سږ کال د «ژمنه» ناول د لیکلو په خاطر د بوکر جایزې ګټونکی اعلان شو.

بوکر د ادبیاتو په برخه کې تر ټولو معتبره جایزه ده او د ادبیاتو اسکر (اسکار) یې هم بولي.

د «ژمنه» د ناول په جنوبي افریقا کې د توکمپالنې د څلوېښت کلنې دورې کیسه ده.

د سوارت په نوم د یوه سپین پوستې کورنۍ خپلې تورپوستې نوکرې سالومې ته ژمنه ورکوي چې هغې ته به خپل کور بېرته ورکړي خو په خپله ژمنه له دې سره سره وفا نه کوي چې د توکمپالنې دور ختمېږي.

سږ کال د بوکر د جایزې منصفه پلاوي د ۱۵۸ اثارو له منځه ۶ ناولونه غوره کړل. په دغو شپږ ناولونو کې، چې ټول په انګلیسي ژبه لیکل شوي وو، ۳ د امریکايي او یو د بریتانیايي لیکوال و.

ګالګت د جنوبي افریقا درېیم لیکوال دی چې د نړۍ معتبرې ادبي جایزې ګټي.

تر دې مخکې په ۱۹۷۴ کې نادین ګوردیمر او په ۱۹۸۳ او ۱۹۹۹ کې (جي او کوتسي) دوه ځلې بوکر جایزه ګټلې وه.

د بوکر د جایزې د ورکړې مراسم سږ کال هم د تېر کال په شان د کورونا وبا د خپرېدو له کبله د محدود شمېر کسانو په ګډون جوړ شول او دا مراسم د چهارشنبې په ورځ یوازې د ۴۵ دقیقو لپاره د بي بي سي تلویزیون او راډیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپاره شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب