سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهټرمپ: افغانستان نه وتي نه يوو، بې وسلې خلکو ته تسليم شوي...

ټرمپ: افغانستان نه وتي نه يوو، بې وسلې خلکو ته تسليم شوي يوو

تاند:( جمعه، د عقرب څوارلسمه) ‏د امريکا متحده ايالاتو مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ د ناندريو بايللو ټاکنو د لومړۍ کلیزې په مناسبت پر خپل ځای ناستي جوبایډن توندې نیوکې کړي دي.

نوموړي په خاصه توګه، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ويستو د هوکړې د عملي کیدو څرنګوالی نقد کړی او د يوې شرمونکې تسلیمۍ په توګه يې يادونه ورڅخه کړې ده.

د ده په وينا، له افغانستان څخه د ځواکونو دا ډول ويستل د یوې ډلې بې وسلې خلکو پر وړاندې د تسلیمیدو په مانا وه.

ټرمپ زياتوي: له دا ډول نا مسوولانه وتو او تسليمۍ سره مو، ۸۵ ميليارده ډالره وبايلل او ۱۳ سرتېري مو سخت ټپيان شول.

د ټرمپ اشاره له امریکا څخه په افغانستان کې د پاتې وسلو او تجهيزاتو بیې ته ده، چې ويل کيږي تر ۸۵ ميليارده ډالرو ارزښت لري.

د دغو وسلو او تجهيزاتو په اړه ادعا کيږي، چې طالبانو پاکستان او نورو نيږدې هېوادونو ته وړي یا یې کباړ کې پلورلي، خو طالبان دا ادعا نه مني.

له طالبانو سره د دوحې د سولې تړون، د ډونالډ ټرمپ په امر د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد لاسليک کړی و.

هغه تمه لرله، چې له دې تړون او افغانستان نه د خپلو سرتېرو د ويستو له زمينه سازۍ سره به بيا ولسمشريزې ټاکنې وګټي، خو دې موخې ته ونه رسيده.

ټرمپ د دوحې تړون لاسليک کوونکي امريکايي استازي خلیلزاد بيا د تړون د ناکامۍ پړه پر اوسني ولسمشر جوبایډن اچولې او ويلي، چې هغه له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو مهالوېش د شرايطو له پام کې نيولو پرته عملي کړی.

بایډن بیا دا ملامتي د ټرمپ په ادارې اچوي او ټينګار کوي، چې د دوحې تړون، د امريکايي سرتېرو د ويستو له ژمنه شوي مهالوېش سره په ميراث ورپاتې و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب