شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهبایډن د افغان ښځو له کبله د ښځينه سناتورانو تر سخت فشار...

بایډن د افغان ښځو له کبله د ښځينه سناتورانو تر سخت فشار لاندې دی

تاند:( جمعه، د عقرب څوارلسمه) د امريکا متحده ايالاتو د مشرانو جرګې ټولو ښځينه سناتورانو په ګډه پر ولسمشر بايډن فشار راوړی، چې د افغان ښځو بد وضعيت ته عاجله پاملرنه او د خونديتوب لپاره یې طرحه جوړه کړي.

دوی په يوه ليک کې، چې د امريکا د دواړو مقتدرو ګوندونو ښځینه سناتورانو لاسليک کړی، د افغان ښځو وضعيت خطرناک او لاسته راوړنې يې د بایلې خطر سره مخامخ ګڼلي دي.

ښځینه سناتورانو طالبان له متحده ايالاتو سره د سولې تړون د دې برخې په نقض تورن کړي، چې د ښځو لاسته راوړنو ته د پاملرنې په اړه یې کړې وې.

د طالبانو د اسلامي امارت يوه وياند بلال کريمي بيا د امريکا د ښځینه سناتورانو دا ادعا او غوښتنه رد کړې او ويلي، چې دوی د ښځو حقونه تامين کړي دي.

طالب وياند په داسې مهال دا خبره کړې، چې د افغانستان سلګونه زره ښځينه زده کوونکې، محصلانې او د مختلفو ادارو کارمندانې د طالبانو له واکمنیدو سره په کورونو ناستې دي او د کار، زده کړو او فعاليتونو حق ترې اخيستل شوی دی.

طالبان له دې کبله، د ښځینه فعالانو له ګڼو اعتراضونو سره هم مخامخ شوي، خو په وروستيو کې يې اعتراضیه حرکتونه منع کړي او ترسره کوونکو سره يې له تاوتریخوالي ډک چلند کړی دی.

پرون تاند وېبپاڼې په مزار شريف کې د طالبانو لخوا د ۱۰ مدني فعالانو ( نارينه او ښځينه وو) د مرموزو وژنو راپور خپور کړ، چې وروسته نورو رسنیو ته د طالبانو ځايي چارواکو د ۴ ښځينه فعالانو مرګ تایید او له مسووليت منلو يې انکار وکړ.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب