شنبه, مې 4, 2024
Home+کرکټ بورډ: ټیستلوبه د لنډ وخت لپاره ځنډول شوې

کرکټ بورډ: ټیستلوبه د لنډ وخت لپاره ځنډول شوې

وروسته له دې چې د استرالیا د کرکټ ادارې اعلان وکړ چې له افغانستان سره یې ټیستلوبه ځنډولې ده، د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې نن وویل، د افغانستان او اسټرالیا کرکټ بورډونو د ګډې هوکړې له مخې، د لنډې مودې لپاره د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټېسټلوبه ځنډول شوې چې دواړه خواوې به یې د ګډې پرېکړې په پایله کې نېټه ډېر ژر مشخصه او ځانګړې کړي.

د فرید هوتکګ له لوري رسنیو ته په استول شوط خبرپانه کې راغلي، د اسټرالیا کرکټ بورډ له افغانستان سره د کرکټ په ډګر کې همېشه همکاري کړې او هیله ده چې دغه همکارۍ به د تل په څېر په راتلونکي کې هم په دوامداره ډول وساتي. اسټرالیا کرکټ دغه راز ژمنه کړې چې د افغان کرکټ د پرمختګ او ودې لپاره به همېشه له کرکټ بورډ سره همکاره وي.

ښاغلي هوتک د دوو هیوادونو ترمنځ د ټیستلوبې ځنډېدو ته په اشارې ویلي، د اسټرالیا کرکټ د خپل تنګ او مصروف مهالوېش له امله نه شي کولی چې له افغانستان سره په ټاکل شوې (د نوامبر ۲۷مه ۲۰۲۱) نېټه لوبه ترسره کړي، افغانستان کرکټ بورډ د دوی مهالوېش درک کوي، پر همدې بنسټ په راتلونکي کې به له یاد کرکټ بورډ سره د نژدې اړیکو په پایله کې ډېر ژر د لوبې نوې نېټه مشخصه کړي، چې د یوې لنډې فاصلې رامنځته کېدل به افغان لوبغاړو ته لا ډېر ښه فرصت په لاس ورکړي چې د اسټرالیا پر وړاندې دې لوبې ته پوره چمتووالی ولري.

افغان لوبغاړي به سږ کال هم د بېګ باش په غوره لیګ کې لوبې ترسره کړي او کرکټ بورډ به هم دوی ته د لوبېدو اجازه ورکړي، ترڅو د تل په څېر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ډېرې نژدې او عادي حالت کې پاتې شي.

افغانستان کرکټ بورډ یو ځل بیا هم د کرکټ د همکارۍ او د یوازېنۍ ټېسټ لوبې په برخه کې د اسټرالیا له کرکټ بورډ مننه کوي چې د لوبې د ځنډېدو په تړاو یې له موږ سره په ګډه خپل دریځ روښانه کړ، په همدې تړاو به نور اړوند موضوعات په هغه ناسته کې چې راتلونکې اونۍ به د دواړو لوریو ترمنځ ترسره شي؛ روښانه کړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب