پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+یو ځل بیا د افغان نجونو د تعلیم مسأله

یو ځل بیا د افغان نجونو د تعلیم مسأله

پوهندوی آصف بهاند

د نجونو د تعلیم مخنیوی که څوک د ښځینوو د ستر د خوندیتوب له پاره کوي، دا کار ناسم دی، د نجونو د تعلیم مخه نیول په حقیقت کې د خپل هېواد د ښځینوو د ستر لیلامول دي. که نجونې مو تعلیم ونه کړي، تاسو به سبا په خپل کور کې نه ډاکتر ولرئ او نه هم د بلې کومې داسې برخې متخصصه چې د هغې کار ستا د کور د ښځینوو ستر خوندي کوي.

که ته په خپل کور، کلي، ښار او وطن کې ښځینه ډاکتره ونه لرې، سبا به ستا د خپل کاله زنانه ناروغه د گاونډي نارینه ډاکتر پر میز باندې پرته وي او پردی نارینه ډاکتر به بیا تا ته وايي چې د باندې ودرېـږه چې زه خپل مریض معاینه کوم، دا یې یوه بېلگه ده.

 اوس دې هغه ښاغلي چې د نجونو د تعلیم مخه نیسي، خپله سوچ وکړي چې د نجونو د تعلیم مخه نیول به نورې څه ناوړه پایلې ولري؟


په افغانستان کې د ۲۰۲۱ ام کال د اگست پر پنځلسمه نېټه باندې د سیاسي ــ نظامي بدلون په پایله کې د طالبانوتحریک حاکم شو او زموږ د ټولنې په ټولو برخو کې ژور او هراړخیز بدلونونه رامنځته شول.

د نوې ادارې واکمنانو ویل/ وايي چې زموږ پالیسي بدله شوې ده او موږ به پخوانۍ تېروتنې نه تکراروو، خو په عیني ډول ولیدل شول چې په ځینو برخو کې دوی د خپلې لومړنۍ دورې واکمنۍ د پالیسۍ په پیروۍ سره ځینې مهمې او اساسي برخې د خپلې پخوانۍ پالیسۍ له مخې کنترولوي چې د خلکو له پاره یې ترټولو مهمې برخې له کوره د باندې د ښځمنو د کار او د نجونو د تعلیم مسأله ده. دوی عملاً ښځمنې کار ته نه پرېـږدي او د نجونو د تعلیم مسأله تر اوسه حل نه ده. دې دوو مهمو موضوعاتو د دوی حکومتولۍ ته هم خنډونه پېښ کړي دي او په ټول کې یې خلکو ته هم گڼې ستونزې زېـږولې دي. 

د نویو واکدارانو د دې عمل په مقابل کې خلک غلي پاتې نه شول، خپل غږ یې په هر ډول چې و، جگ کړ او د نجونو د تعلیم غوښتنه یې وکړه. د افغانستان روڼ اندو د نجونو د تعلیم د بیا پیل له پاره مبارزه پیل کړه او اوس هم په مختلفو بڼو دا مبارزه روانه ده. روڼ اندو د همدې مبارزې په لړ کې گڼې انتریو گانې وکړې، نظریات یې څرگند کړل، مقالې یې ولیکلې او خپرې یې کړې. 

په دې لړ کې د ځانگړې پاملرنې وړ هڅې قلملار ټولنې ترسره کړې دي. د دې ټولنې غړو او ورسره مل د دوی رضاکاره ملگرو دومره کار او تبلیغات کړي دي/ کوي یې، چې له تصور نه وتلې خبره ده. ما یې د نجونو له پاره د تعلیم حق غوښتنې باندې د ۲۰۲۱ ام کال د سپتمبر پر اولسمه نېټه د «د زدکړو حق غوښتنه» ترسرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړه، د هغې مقالې په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

«قلملار ټولنې دا ځل خپل تعلیمي کمپاین داسې موضوع ته وقف کړی دی چې د ټولنې د یوه قشر یعنې نجونو او مېرمنو د زدکړو او تعلیم پر برخلیک باندې راڅرخي.

قلملار ټولنې د افغانستان د تاریخ په دې حساسه مرحله کې چې یو خوا په هېواد کې د ورستیو سیاسي ـ نظامي بدلونونو په پایله کې واک داسې چا ته په لاس ورغلی دی چې هغوی د د ښځمنو له کار او د نجونو له تعلیم سره د مخالفت مخینه لري؛ له بلې خوا همدا نوي واکداران له کورني او بهرني فشار سره مخ دي چې ښځو ته د کار او نجونو ته د تعلیم حق ورکړل شي او د هغوی حقونه په هراړخیز ډول مراعات شي او درناوی ورته وشي.

په همدې وخت کې قلملار ټولنې د افغانستان د تاریخ په دې حساس پړاو کې، د خپلو پخوانیو تعلیمي هلوځلو په لړ کې د افغانستان د نوي نسل، په تېره د نجونو تعلیم ته په ځانگړې پاملرنې سره، نوی کمپاین راپیل کړی دی او د افغانستان په پېلابېلو ولایتونو کې یې پرمخ بیايي…

د نجونو د تعلیم له پاره د افغانانو د هلوځلو په عمومي بهیر کې، د قلملار ټولنې هڅې له پخوا نه ټولو ته مالومې وې، خو اوس یې په ښونځیو او پوهنتونونو کې د دوی د تعلیم له پاره یو نوی او ځانگړی کمپاین روان کړی دی.

د قلملار ټولنې مسؤلینو د خپل تعلیمي کمپاین په لړ کې، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې نه یوازې د وطن له نوي نسل سره، بلکې د هغوی د کورنیو له مشرانو، سپینږیرو او د قومونو له مخورو سره هم کتلي دي، مشورې یې ورسره کړې دي او د هغوی غوښتنو او وړاندیزونو ته یې غوږ ایښی دی او د عملي کولو له پاره یې د خپلو امکاناتو په دایره کې عمل هم کړی دی.

«د خوېندو لپاره د ښوونځېو د خلاصون غوښتنه 

قلم لار د سپېن ږېرو، مشرانو، ملاېانو سره خبرې او کمپاېن روان دی .

ترڅو په ګډه ېو ږغ پورته کړو چې مونږ دنجونو لپاره ښوونځي او پوهنتون غواړو .

زرګونو خلکو د کمپاېن ملاتړ کړیدی او هېله لرو ټول په همدي کمپاېن کې ګډون وکړئ همدا هشتګ درسره وکاروئ.» 

#PenPathGirlsEduCampaign

کندهار سپېن بولدک کې د قلم لار دنجونو تعلېمي کمپاېن 

#penpathVolunteers

#penpatheducationcampaign2021

#PenPathKandahar

دا هم د نجونو د تعلیم له پاره د قلملار ټولنې د نوي پراخ کمپاین څو نوې بېلگې:

«د ځوانانو غوښتنه 

د نجونو ښوونځي دي ژر تر ژره خلاص سي .

زده کړه مو د ټولو بدبختېو خلاصوي .

#PenPathGirlsEduCampaign

د نجونو ښوونځي بندوئ مه، بلکه نوي نور جوړ کړئ .

نور دي ژر تر ژره د نجونو ښوونځي خلاص سي؛ د مېلونو نجونو اسلامي، بشري حق ورکړئ .

زمونږ سره کمپاېن کې برخه واخلئ ترڅو هر افغان د تعلېم حق تر لاسه کړي 

#PenPathGirlsEduCampaign

د يو پرمختللې سېال افغانستان لپاره همدا ېوه لاره ده چې هر کلي کې ښوونځي ولرو ټول ملت مو باسواده سي .

د نجونو ښوونځي دي ژر تر ژره خلاص او جنګ ځپلو سېمو کې دي نوی ښوونځي پرانستل سي.»  

#PenPathGirlsEduCampaign

له مشعل رادیو سره د نجونو د تعلیم او ښونځيو او پو هنتونونو د پرانستلو په برخه کې د قلملار ټولنې د مسؤلینو څرگندونې: 

«پر کابل د طالبانو د واکمنۍ څه باندې دوه نيمې مياشتې پوره شوي خو لا هم د افغانستان په زياتره ولايتونو کې د نجونو پرمخ د منځنۍ او لوړو زدکړو دروازې تړل شوي دي. په افغانستان کې “قلم لار بنسټ” له کلونو راهيسې د بندو ښوونځيو پرانيستلو لپاره کمپاين کوي. د دې بنسټ فعالانو د طالبانو په واکمنۍ کې هم د پوهې عامولو تر څنګ د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو بيا پرانيستلو لپاره کمپاين روان کړی دی. احمد شاه اعظمي د دې بنسټ له مشر مطيع الله ويسا سره پر همدې موضوع خبرې کړې.»

په دې څو وروستیو ورځو کې، تر کورنیو او بهرنیو فشارونو لاندې او د خلکو د بیا ــ بیا غوښتنو په پایله کې طالبانو یو څه نرمش ښودلای دی او ویلي یې دي چې د نجونو د تعلیم مخه نه نیسو او ژر به زمینه ورته برابره کړو. د ۲۰۲۱ ام کال د  نوامبر پر دریمه امریکا غږ په یوه رپوټ کې د طالبانو له خولې داسې ویلي دي:

«د طالبانو د حکومت مقامات وايي چې ډیر ژر به ښوونځیو ته د نجونو د بیرته تګ په هکله ښه خبرونه اعلان شي، خو د نړیوالې ټولنې څخه یې ددې بهیر د مالي تمویل غوښتنه هم کړې.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د پروګرامونو او بهرنیو مرستو مدیر وحیدالله هاشمي د رویترز آژانس ته وویل چې: “انشاءالله مونږ به ټول هیواد او ټول ملت ته ښه اعلامیه ولرو.”

ښاغلي هاشمي وویل چې د طالبانو تحریک د نجونو زده کړو ته ژمن دی او اوس بیرته ښوونځیو ته د هغوی د راتګ لپاره په کار بوخت دی. هغه زیاته کړه چې هیڅ یوه ښوونکې له دندې نده لرې شوې او دا “نړۍ ته یو مثبت پیغام دی چې مونږ پر یو میکانیزم کار کوو. مونږ د ښوونځیو او پوهنتون څخه د هغوی په حذف کولو کار نه کوو.”

بیا هم ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې د نورو دولتي برخو په څیر د ښوونې او روزنې برخه د اګست په میاشت کې د لویدیځ تر ملاتړ لاندې حکومت د نسکوریدو وروسته د بهرنیو مرستو د ناڅاپي بندیدو په وجه سخت تاوان لیدلی او هغه د مرستو د بیرته پیل کیدو غوښتنه وکړه. هغه وویل: “که هغوی واقعاً غواړي چې نجوني په ښوونځیو کې وویني، اوس باید له مونږ سره مرسته وکړي. “

طالبالنو د سپتمبر په ۱۷د هلکانو ښوونځي پرانستل خو د شپږم ټولګي پورته نجونو ته یې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورنکړه چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې وزیږول.

طالبانو ټینګار کړی دی چې د نجونو د بیرته تګ دمخه په یو طرزالعمل باندې کار کوي چې “د زده کړو یو امن چاپیریال” چې د طالبانو په وینا اسلامي وي، هغوی ته رامنځته کړي…»

خو ستونره دا ده چې طالبان په هر څه کې چې د کار ځنډ رامنځته شي وايي چې د تخنیکي ستونزو له کبله… 

ــ په تجارتي برخه کې تخنیکي ستونزه، 

ــ د دولتي مامورینو د معاشونو په برخه کې تخنیکي ستونزه، 

ــ او… 

د طالبانو تخنیکي ستونزه له نوې تکنالوژۍ سره نه بلدتیا ده. طالبانو په مهمو پوستونو کې هغه کسان گمارلي دي چې یوازې په دیني مسایلو او جگړې بلد دي، له نوې تکنالوژي سره دوی ډېر واټن لري، پخواني مامورین او هغه کسان چې له کار او تکنالوژۍ سره بلد دي، دوی یې کار ته نه پرېـږدي. دوی باید دا ظرفیت پیدا کړي چې د باتعلیمه او با تجربه مامورینو او په کارپوه پرسونل نه استفاده وکړي چې د ژوند درېدلي او راکد حالت کې بدلون او خوځښت رامځته شي.

د اوس له پاره د خوشالۍ خبره دا ده چې د افغانستان ستونزو ته په کتو سره د نړیوالي ټولنې په دریځ کې هم یو څه نرمښت او بدلون رامنځته شوی دی. د تعلیمي مؤسسو د بشپـړ پرانستل کېدو او نجونو ته د تعلیم حق د قایلېدو په پار، د ملگرو ملتونو د یونیسف ادارې دا منلې ده چې د افغانستان د ټولو ښونکو معاشونه به په دې شرط ورکوي چې طالبان به لاسوهنه نه په کې کوي. په همدې باب د بي بي سي په یوه تازه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره وجهي صندوق (يونيسف) يوې چارواکې اعلان کړی چې دغه اداره په داسي يوه سيستم کار کوي چې له مخې يې د افغان ښوونکو مياشتني معاشونه په مستقيم ډول ورکړل شي.

د يونيسف دا ګام په داسې حال کې اخيستل کېږي چې نړيوالې ټولنې د پخواني حکومت له پرځېدو او د طالبانو له واک ته رسېدو سره طالبانو ته د پيسو په لېږد بنديز لګولی او د افغانستان پانګه کنګل ده چې اوسمهال د طالبانو حکومت د دولتي کارکوونکو د معاشونو په ورکولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د ښوونې او روزنې مشرې جينټ ويګلر رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې دا اداره به په افغانستان کې د دولتي ښوونځيو ټول ښوونکي په يوه نوي سيستم کې شامل کړي چې له مخې به يې د دوی مياشتني معاشونه د حکومت له لاسوهنې پرته په مستقيم ډول ورکول کېږی.

نوموړې ويلي، “افغانستان کې د نجونو د زدکړې ملاتړ لپاره تر ټولو ښه لار دا ده چې په افغانستان کې له ښوونکو او ښوونځيو سره مرستې وشي”.

د اغلې ويګلر په وينا دغه سازمان په افغانستان کې له مرستندويانو غوښتي چې افغان ماشومان هېر نه کړي.

د بشري مرستو د سازمانونو په وينا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو سره د دغه هېواد د روغتيا او پوهنې سکتورونه تر ټولو زيات اغېزمن شوي دي…»

د افغانستان د تعلیمي سیستم د ښه کېدو له پاره د نړیوالو دغو امکاناتو نه باید اعظمي استفاده وشي. که د نوې ادارې چارواکي د خپلو وچو اصولو له مخې که څه خنډ بیا رامنځته نه کړي، دا خو ډېر لوی چانس دی چې زموږ د وطن نوی نسل یو ځل بیا د ښونځي او ټولگي په چاپېریال ته ورننوزي او د علم زدکړې ته گونډه ووهي.

ما څو ورځې مخکې (۲۰۲۱ ام کال د سپتمبر پر اتلسمه) د نجونو د تعلیم د مهموالي په باب د «هیله ده چې د نجونو د تعلیم مخه څوک ونه نیسي» ترسرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړه، د هغې مقالې د پای دا څو کرښې بیا هم رااخلم:

«د نجونو د تعلیم مخنیوي ترخه تجربه خو د ااا مسؤلینو په نویمه لسیزه کې کړې وه، دوی ته، خلکو ته او وطن ته یې پایله مالومه شوه چې منفي وه، نو بیا هغه ناکامه او ترخه تجربه باید تکرار نه شي. زه فکر کوم چې د ناکامو تجربو د تکرار ټول تاوان خلکو او ټولنې ته رسېـږي، خلک او ټولنه مه تاواني کوئ!»

2 COMMENTS

  1. که ته په خپل کور، کلي، ښار او وطن کې ښځینه ډاکتره ونه لرې، سبا به ستا د خپل کاله زنانه ناروغه د گاونډي نارینه ډاکتر پر میز باندې پرته وي او پردی نارینه ډاکتر به بیا تا ته وايي چې د باندې ودرېـږه چې زه خپل مریض معاینه کوم، دا یې یوه بېلگه ده.

  2. پوهندوی باید دسرچوک خبری ونکړی. په تحقیق باندی ولاړ ووایی چه اصلی مشکل څه شی دی چه دهغه دسمون تدبیر ونیول سی او یا چه دعامی ناخبری له کبله څینی نوی نظر او یا وضاحت ورکړی.
    اوس مهم دادی چه ووایی طالبان څه مشکل لری او دهغه مشکل دحل لیاره څه ده.
    که یو پوهندوی لا تر اوسه په دی نه پوهیږی چه سترنکول دافغانستان دانجینو دتعلیم لوی خنډ دی نو باید پوهنتون پریږدی او چیری جوالګری وکړی. دا پوهندوی ولی نه پوهیږی چه تعلیم به په څه وکړی چه دهغه دمصرف لپاره یوه افغانی هم نلری ځکه هغه مفسدینو غلا کړی او طالبان په سپین ډاګ کابل ته رانینوتلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب